BBC
 شاته

پکتيا کې درې تنه د لمانځه پر مهال وژل شوي

Image caption دغه پېښه د ګردیز جنوب ختیځ خوا د زاهو په کلي کې رامنځ ته شوې

د پکتیا ځایي چارواکي وایي، تېره شپه په جومات کې د تراویح لمانځه پرمهال وسله والو درې لمونځ کوونکي په ډزو وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، پېښه د ګردیز جنوب ختیځ خوا د زاهو په کلي کې رامنځ ته شوې چې له ګردیز ښاره ۱۵ کیلومتره واټن لري.

کندهار کې ناپېژاندو وسله والو یو دیني عالم وژلی

نوموړي وويل "پر لمونځ کوونکو داسې وخت کې ډزې شوې، چې له سجدې یې سرونه پورته کول".

د ده په وينا درې کسان ځای پرځای مړه شول او دوه ټپیان د ژورو ټپونو له کبله کابل ته ولېږدول.

په وژل شویو کسانو د پکتیا استناف څارنوالۍ یو څارنوال هم شامل دی.

ښاغلي حسرت وسله وال طالبان تورن کړل چې پر لمونځ کوونکو یې ډزې کړې خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.