راشدخان یوه ورځنۍ کې څلورم غوره باولنګ وکړ
افغان لیګ سپین باولر راشد خان له ویسټ انډیز سره سیالیو کې یوازې د ۱۸ منډو بدل کې اووه وېکټې واخیستې او دې سره په یوه ورځنیو لوبو کې د نړۍ څلورم غوره بالنګ وکړ.
افغانستان دغه لوبه په ۶۳ منډو وګټله. لوبه په ګراس آئلټ ښار کې وشوه.
افغانستان د شپږو وېکټو په بدل کې ۲۱۲ منډې جوړې کړې. شېبه وروسته ۱۸ کلن راشدخان کوربانه له ۱۴۹ منډو وروسته له میدانه بهر کړل.
ویسټ انډیزیانو د دوو وېکټو بدل کې ۶۸ منډې درلودې، چې راشد خان یرغل پیل کړ او خپلو لومړنیو دوو اوورنو کې یې د دوو توپونو بدل کې دوې وېکټې پورته کړې.
محمد نبي او راشد خان په کارابین کرېکټ سیالیو کې
راشد او نبي د کارابیین غوره لیګ مزایده کې له پیاوړو نوماندو لوبغاړو
۲۰۰۱ کال کې د سریلانکا کیڼ لاسي باولر چمیندا واس یوه ورځنۍ لوبه کې د ۱۹ منډو بدل کې اته لوبغاړي سوځولي وو.
د یکشنبې پر ورځ افغانستان ۲۰ اوریزو سیالیو کې د صفر مقابل کې له دریو ماتو وروسته د یوه ورځنیو سیالۍ کې لومړۍ بریا ته ورسېد او دویمه هغه به د یکشنبې پر ورځ کېږي.
یوه ورځنیو لوبو کې پنځه غوره بالینګ کونکي باولران
- د سریلانکا چمندا واس زمبابوې سره لوبه کې ۱۹ منډې اته وېکټې.
- د پاکستان شاهد اپریدی ۱۲ منډې اووه وېکټې ویسټ انډیز سره لوبه کې جولای ۲۰۱۳
- د استرالیا ګلین میکګرات ۱۵ منډې اووه لوبغاړي نامیبیا سره لوبه کې فبروري ۲۰۰۳
- د افغانستان راشد خان ۱۸ منډې اووه وېکټې ویسټ انډیز سره لوبه کې جون ۲۰۱۷
- د استرالیا اندې بېشل ۲۰ منډې اووه وېکټې، انګلستان سره لوبه کې مارچ ۲۰۰۳
سرچینه Cricinfo