"هره ورځ هکۍ خوړل د ماشومانو قد لوړوي"
نوې څېړنه وايي داسې برېښي چې هره ورځ د هګۍ خوړل د خوارځواکو ماشومانو د ونې یا قد لوړېدو لامل ګرځي.
که ماشوم ته جوش یا پخه شوې هګۍ ور کړل شي هېڅ توپیر نه کوي. د چرګې هکۍ د ماشومانو وده چټکوي چې د څېړونکو په باور د قد د ټیټېدو د مخنیوي غوره او ارزانه لاره ده.
افغانستان کې روغتيا؛ خلک وايي درد یې نه دوا کېږي
پروسس شوې غوښې خوړل "ښایي ساه لنډي زیاته کړي"
په لومړنیو دوو کلونو کې د چرګې هکۍ خوړل د ماشوم د ودې لپاره ډېر اړین دي. ځکه د ټیټ قد لوړول بیا ناشوني دي.
د نورو عواملو ترڅنګ نامناسب خوراک هم د قد د ټیټ پاتېدو لامل کېږي.
د روغتیا د نړیوال بنسټ په خبره، په ټوله نړۍ کې ۱۵۵ میلیونه له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان له ودې پاتې دي.
د رويال کالج د ماشومانو د روغتیا او خوراک برخې مسوول پروفیسور مري فیوټرل وايي، د چرګې هګۍ ښه کومکي خواړه دي.
نوموړی زیاتوي، ماشومانو ته باید له څلور میاشتنۍ د کومکي خوراک په توګه د چرګو هکۍ ور کړل شي. د پروفیسور مري فیوټرل په خبره، د چرګې هکۍ باید ښه پخه شي چې له هر باالقوه پړسوبه مخنیوی وشي.