شاته

طالبانو د میدان وردګ د جلریز ولسوالۍ پر پوستو ډله‌ییز برید کړی

د میدان وردګ ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې سلګونو وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوستو ډله‌ییز برید کړی دی.

د دوی پر وینا، دغه برید د جلریز ولسوالۍ په ماما نورخیل سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر امنیتي پوستو د تیرې شپې له درې بجو څخه پیل شوی او لا هم دوام لري.

د جلریز ولسوال نقیب‌الله حیدري امریکا غږ ته وویل "د بیز خواجه او مامانورخیل په سیمو کې سخته جګړه دوام لري او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه لا تر اوسه معلومات نه لرو، خو دوه وسله‌وال مخالفین په دې نښته کې وژل شوي دي."

د جلریز ولسوال زیاته کړه، چې دغې ولسوالۍ ته د میدان وردګ ولایت له مرکز څخه مرستندویه ځواکونه غوښتل شوي او داغه راز، د کورنیو چارو له وزارت څخه یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دغې نښتې له امله د کابل بامیان (دویم نمبر) لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي وايي، که جلریز ولسوالۍ ته په عاجله توګه تازه دمه ځواکونه ونرسیږي، ښايي د دوه کاله پخوانۍ پیښه، چې په کې ۳۰ تنه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي، بیا رامنځ ته شي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي احمد جعفري امریکا غږ ته وویل "د شپې درې بجې موږ له چارواکو څخه د پوځي مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه هیڅ ډول مرسته نه ده رسیدلې او موږ د امنیتي پوستو د سقوط له امله په اندیښنه کې یو."

احمد جعفري زیاته کړه، چې له څلور سوو څخه نیولې تر پنځه سوه وسله‌والو مخالفینو له تیرې شپې راهیسې د جلریز پر پوستو برید پیل کړی، چې تر اوسه په کې دوه سیمه‌ییز پولیس وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د جلریز ولسوالۍ د میدان وردګ ولایت یو له امنو ولسوالیو څخه ده، چې وسله‌وال طالبان په کې پراخ حضور لري.