شاته

هند د غواګانو په حلالولو بندیز لګوي

په هند کې د نویو مقرراتو له مخې هر کس چې څاروي اخلي باید لیکلی سند ورکړي چې هغه به نه حلالوي.

له هغه وروسته چې حکومت د څارویو او په خاص ډول د غواګانو په حلالولو کلک بندیزونه ولګول، د هند په جنوب کې یوې محکمې ویلي چې هر څوک حق لري د خپلې خوښې خواړه وټاکي او حکومت باید دا حق محدود نکړي.

د مدراس محکمې د هند مرکزي حکومت ته یوه میاشت وخت ورکړی چې د محکمې غوښتنې ته ځواب ووايي.

ځینو نورو ایالتونو هم د مدراس د محکمې په څېر غوښتنه کړې او ویلي که د هند د حکومت دا پرېکړه عملي شي، میلیونونه مسلمانان، مسیحیان او هندوان به بېکاره شي او ورسره به د هند اقتصاد ته لوی زیان ورسیږي.

د نړۍ یو شمېر مشهور شرکتونه لکه زارا او جورجیو د بوټانو د جوړولو لپاره له هند څخه د څاوریو پوټکي پیري، د پوټکیو سوداګرو ویلي چې د څاریو پر حلالولو بندیز د پوټکیو نړیوال شرکتونه اندېښمن کړي دي.

هند په نړۍ کې د بوټانو ستر صادرونکی هېواد دی او تېرکال یې د ۱۳ میلیارده ډالرو په ارزښت بوټان صادر کړي وو.

د هند ۸۰ فیصده خلک هندوان دي او په هندویزم کې غوا یو مقدس موجود بلل کیږي، د دې ترڅنګ د هند د حکومت د نویو مقرراتو له مخې د څارویو حلالول پر حیواناتو ظلم ګڼل کیږي.

مګر د دغې پرېکړې منتقدین وايي چې د بهارتیا جاناتا ګوند او د نریندرا مودي په مشرۍ د هند ملتپاله حکومت په غیر دیموکراتیک ډول کلکه دیني اجنډا پلې کوي. د هند په ځینو ایالتونو کې د غواګانو حلالول بند او د قانون خلاف بلل کیږي چې سرغړونکي یې ان اوه کاله زنداني کېدی هم شي.

د څارویو او په خاص ډول د غواګانو د غوښو د پېر او پلور له کبله په تېرو دوو کلونو کې د یو شمېر هندوانو او مسلمانانو ترمنځ شخړې هم شوي دي.

په یوې تازه پېښې کې د دوشنبې په ورځ ( مۍ ۳۰) اوه هندوان پر هغو دوو مسلمانانو باندې د برید په تور ونیول شول، چې له غربي ایالت مهاراشترا څخه یې د غوا خوښه بل ځای ته انتقالوله.

په هند کې شاوخوا ۱۸۰ میلیونه مسلمانان ژوند کوي او د غواګانو پر ذبح باندې داسې مهال بندیزونه لګول کیږي، چې د مسلمانانو لوی اختر ته شاوخوا درې میاشتې پاتې دي. د غوا، پسه او ځینو نورو څارویو حلالول د مسلمانانو د لوی اختر مهمه دیني برخه ده.

Facebook Forum