شاته

د حکمتیار مرستیال په پاکستان کې ووژل شو

پاکستاني مقامات وايي چې نا معلومه وسله والو په پېښور کې د افغانستان د حزب اسلامي د مشر گلبدین حکمتیار مرستیال حاجي محمد فرید په ډزو وواژه.

د پاکستاني پولیس مقاماتو ویلي دي چې د حاجي محمد فرید په ډزو سوری سوری جسد د سه شنبې په ورځ د پیښور ښار په څنډه کې د یو جومات بهر وموندل شو. د پیښور د پشتخرې د پولیسو یو چارواکي محمد عیسی امریکا غږ ډیوې ته وویل چې حاجي فرید د پيښور د تاج اباد په سیمه کې ووژل شو.

د پاکستان د پولیسو یو مشر شوکت خان وویل چې حاجي فرید له اوږدې مودې راهیسې د ښاغلي حکمتیار د شخصي سلاکار په توگه کار کاوه او د هغه په وینا د حاجي فرید لور د حکمتیار د زوی ماندینه ده.

د ښاغلي فرید زوی عبدالله وايي پلار یې د سحر لمانځه لپاره جومات ته تللی و چې برید پرې شوی دی. هغه وویل نه پوهیږي چې پلار یې چا وواژه او دوی له هیچا سره دښمني نه لرله.

په همدې حال کې د حزب اسلامي ډلې ویاند قریب الرحمن ویلي چې د سولې دښمنانو حاجي فرید وواژه، خو د کوم ګوند یا ډلې مشخص نوم یې وانخیست. تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددې پیښې مسولیت نه دی منلی، خو د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په افغانستان کې د څو نورو ډلو او گوندونو سره د خصومت او سیالیو تاریخچه لري.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تازه له افغان حکومت سره د سولې تړون وکړ او له اوږده مخالفت وروسته افغانستان ته راغی. خو لا هم د هغه د ګوند ډېر پلویان په پاکستان کې کډوال دي.

Facebook Forum