شاته

د کابل شپږیزه کرکټ سیالیو دویمه ورځ د کابل بازانو او مس عینک اتلانو په نوم

مس عینک اتلانو د بست ساتونکو ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

مس عینک اتلانو د بست ساتونکو ته په لوی توپیر ماتې ورکړه

د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې روانې کورني کرکټ شپږیزه سیالیو د دویمې ورځې سیالیو کې د میس عینک اتلانو د بست ساتونکو او د کابل بازانو د سپین غر زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن د شپږیزه کرکټ لیګ دویمه ورځ، دریمه سیالي کې بست ساتونکو د لوبې پچه وګټله او د میس عینک اتلانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، میس عینک د ۲ لوبغاړو په سوځیدو سره د سیالې لوبډلې پر وړاندې ۲۱۰ منډې جوړې کړې.

د میس عینک له ډلې نور علي ځدران ۸۹ ، مشهور پاکستاني لوبغاړي کامران اکمل ۶۰ منډې او احسان الله جنت ۴۱ منډې وکړې، د بست ساتونکو لوبډ‌لې لوبغاړو، سید شیرزاد او روښان بارکزي یوه ـ یوه ویکټه واخیسته.

د بست ساتونکو لوبډلې ورکړل شوی ۲۱۰ منډې هدف پوره نه کړ، د ټولو اورونو په لوبولو سره یې ۱۵۸ منډې وکړې او په ۵۲ .

د سیالیو په دریمه ورځ هم زرهاو خلک د کابل کرکټ میدان ته ورغلي وو

د سیالیو په دریمه ورځ هم زرهاو خلک د کابل کرکټ میدان ته ورغلي وو

د میس عینک لوبډلې لوبغاړي رحمت شاه ۳ لوبغاړي، مجیب دوه او ګلبدین نایب یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې غوره لوبغاړی نورعلي ځدراڼ وبلل شو..

دویمه لوبه د سپین غر زمریانو او کابل بازانو ترمنځ وه ، د لوبې پچه د سپین غر زمریانو وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه، په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

له ډلې یې زیاتې منډې د پاکستان نه ورغلي لوبغاړي ناصر جمشید ۴۷ او شبیر نوري ۳۵ منډې وکړې، له مقابلې لوبډلې څخه راشد ارمان ۳ لوبغاړي، امیر حمزه ۲ لوبغاړی، میلمه لوبغاړي محمد سمیع ۳ لوبغاړي او کریم جنت یو لوبغاړی وسوځاوه.

کا بل بازانو په اتلسم اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپله بریا پای ته ورسوله.

له ډلې یې زیاتې منډې محمد شهزاد محمدي ۷۷ او جنت کریم ۳۱.

د بند امیر ښاماران او د کابل بازان دوه قوي ټیمونه بلل کیږي

د بند امیر ښاماران او د کابل بازان دوه قوي ټیمونه بلل کیږي

د لوبې د غوره لوبغاړي راشد ارمان شو او د مشرانو جرگې مشر ښاغلي فضل هادي مسلمیار جایزه ورکړه..

د دویمې ورځې د پای سره د کابل بازان دوه بریایو سره اول ،د مس عینک اتلان ،د بند امیر ښاماران د یو یو بري سره دویم او دریم او امو نهنگان او بست ساتونکي د یوې یوې ماتې سره څلورم او پینځم او سپین غر بازان د دوه پرله پسې ماتو سره په شپږم مقام دي. هر ټیم ته پینځه لوبې کول دي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.