افغانستان کې سلګونه دیني عالمان وژل شوي
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د دیني علماوو د وژنې په اړه یوه تفصیلي مطلب کې وايي چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې دیني علما هدف ګرځېدلي، دا ځکه چې د دوی خبره د ټولنې په بېلابېلو پوړونو خپل اغېز لري او دوی د ملاتړ او په اکثرو حالاتو د دوی د نیوکو له امله وژل کېږي.
په رپوټ کې ویل شوي، په تېرو ۱۶ کلونو کې (د طالبانو له سقوط راهیسې) د اټکل له مخې سلګونه دیني عالمان وژل شوي دي.
کندهار کې ناپېژاندو وسله والو یو دیني عالم وژلی
ورځپاڼې د طالبانو د رهبري شوری د یوه غړي په حواله ویلي، د طالبانو له خوا په دې وروستیو کې د ډېر شمېر دیني عالمان په نښه کولو یو دلیل د دغې ډلې د مشر مولوي هبت الله د کړنلارې له امله دی.
ټیلیګراف
بریتانوۍ ټیلیګراف ورځپاڼې د هغه افغان خبرې راخیستی چې په جرمني کې یې په یوه سمندري نړیواله سیالۍ کې برخه اخیستې. فریدون امو چې په جرمني کې اوسېږي او د افغانستان په استازیتوب یې په دغه سیالۍ کې برخه اخیستې، د ۱۶۸ کسانو په ډله کې ۱۲۹ ځای خپل کړی.
ده ویلي، په افغانستان کې د دغې سیالۍ امکان نه شته او دی له داسې چا سره د سیالۍ ډګر ته وتلی و چې له پنځه کلنۍ دغه ډول سیالي ازمايي.
دا یو ډول لوبه ده چې پر یوه تخته د اوبو پر سر په چټکۍ مزل کوي. ورځپاڼې په خپله پاڼه کې د فریدون امو یو انځور هم خپور کړی چې د افغانستان بیرغ هم له ځان سره لېږدوي.
ګارډین
بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس هغه څرګندونې چې ویلې یې دي د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې پر وړاندې د امریکا کړنلاره اوس یوازې ددغې ډلې له منځه وړل دي.
ده ویلي بهرني وسله وال به ژوندي نه پرېښودل کېږي. دی وايي په دې جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ورځني ژوند یو واقعیت دی. ده ویلي موږ مکمل نه یو خو ښه خلک یو او په دې برخه کې خپلې هڅې کوي.
همدې ورځپاڼې د شمالي کوریا له خوا د یوه راکټ د ازموینې په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې که څه هم د شمالي کوریا د پټو وسلو دپروګرام په اړه ډېر معلومات نه شته، خو ځینې څېړونکي په دې نظر دی چې ښايي دغه هېواد د دې وس ولري چې خپل ځینې لنډ واټن ویشتونکي توغندي پر اتومي سروکو سمبال کړي.
ډان
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله د اسلامۍ نړۍ لوی ګواښ ته ځانګړې کړې چې د ورځپاڼې په وینا د ناقانونه وسله والو ډلو فعالیت دی.
ورځپاڼه پر دې باور ده چې د دغو ډلو پر وړاندې د جګړې مشري باید د اسلامي هېوادونو له وشي. ورځپاڼه په دې سره په سعودي عربستان کې د امریکا او اسلامي هېوادونو ترمنځ سرمشریزې ته اشاره کوي او زیاتوي که په دې برخه کې روانه جګړه د لویدیځو هېوادونو په مشرۍ مخ ته یوړل شوي نو ورانوونکي پایلې به ولري.
هندوستان ټایمز
هندوستان ټایمز ورځپاڼه د دوه بریتانوي لیکوالان نوي کتاب the exile یا جلاوطني په اړه لیکي چې دغو لیکوالانو په خپلو څلورم کې کتاب کې ادعا کړې چې د کراکرم عملیات چې د هند او پاکستان ځواکونه په کې یو بل ته د تیارسي په حال کې شول.
ددې لپاره ترسره شول چې هند د جګړې ته ورته حالت سره مخامخ کړل شي، او ددې لپاره چې پام بل لورته واړول شي او د افغانستان په توره بوړه کې د القاعده ډلې کلابند مشر اسامه بن لادن خوندي ځای ته ځان ورسوي.