BBC
 شاته

څرنګه خوشحاله ژوند وکړئ؟

خوشحالي د انځور حقوق Getty Images
Image caption تل صابره و اوسئ. د صبر مېوه خوږه وي.

خوشحالي دې ته نه وایي چې ژوند مو دې تل له خوندورو تجربو ډک وي. که په دې فکر کې یاست، بیا نو ډېر امکان شته چې ناهیلی شئ. که غواړئ خوښ و اوسئ، دې پنځو خبرو ته باید پام وکړئ:

لومړی خبره

تر هر څه د مخه باید خوشحالي تعریف کړئ. تاسې خوشحالي څه ته وایاست؟ زما په اند خوشحالي د انسان یو ډول داخلي حالت دی. داسې یو حالت چې بدن، ذهن یا فکر او ان روح مو په بشپړه توګه ارامه و اوسي.

هر کله مو چې دا ډول ارمتیا احساس کړه، پوه شئ چې خوښ یاست. خوشحالي یو ډول اطمینان او توان دی، د دې توان چې په ژوند کې له هر ډول ستونزو او ننګونو سره ډغره ووهلی شئ.

د عکسونو البوم: له خوښیو ډکې شېبې

دفتر کې په کېک خوښي لمانځل 'روغتیا ته زیان رسوي'

دویمه خبره

تل صابره و اوسئ. د صبر مېوه خوږه وي. د ماشوم خوی مه کوئ. هر څه د سترګو په رپ کې نه کېږي. ځینې کارونه وخت نیسي. تاسې خامه مېوه نشئ خوړلی. باید انتظار ورته وکړئ، کله چې پخه شي، بیا ترې خوندوره مرباح جوړولی شی. لنډه دا چې که مو صبر زده کړ، پوه شئ چې د خوشحالۍ کلي مو ومونده.

دریمه خبره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د خوشحالۍ لپاره باید په دوامداره توګه تمرین وکړئ.

تاسې کولی شئ چې خپل ذهن وروزئ. کولی شئ هر څه ور زده کړئ. بیخي داسې لکه یو ماشوم چې روزل کېږي. یعنې ستاسې په لاس کې ده چې ذهن ته مو ښه عادتونه ور زده کوئ او که بد. نو د خپل ذهن روزل یا عادتول زده کړئ. هماغسې چې یو څو پیانو غږول زده کوي، یا د شطرنج په لوبه ځان پوهوي.

څلورمه خبره

د خوشحالۍ لپاره باید په دوامداره توګه تمرین وکړئ. داسې نه شي کېدلی چې د نړۍ ټوله خوشحاله د ژوند په یوه ورځ کې در په برخه شي. هره ورځ باید ورته تمرین وکړئ. که مو په ګلدان کې یو بوټی کرلی وي، باید هره ورځ لږې اوبه ورکړئ.

داسې نه چې په میاشت کې یو ځل یو ستل اوبه ور اچوئ او بیا یې په کېسه کې نه کېږي. خوشحالي هم همداسې در واخلئ. دا چل زده کړئ چې څرنګه هره ورځ په وړو وړو خبرو ځان خوښ وساتئ.

پنځمه او وروستۍ مشوره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د خوشحالۍ لپاره باید په دوامداره توګه تمرین وکړئ.

ځان به زړه تنګون ته نه پرېږدئ. هڅه وکړئ چې په څه نا څه پلمه ځان بوخت وساتئ. یوه ښه لاره یې دا ده چې وخت نا وخت په خاموشۍ کې یوازې کېنئ. فکر وکړئ، ژور فکر، هڅه وکړئ چې له خالق سره مو اړیکه ټینګه شي. پر ځان فکر وکړئ، پر ژوند فکر وکړئ. پر حقیقت فکر وکړئ.

که مو دا عادت خپل کړ، کولی شئ یو ښه انسان واوسئ، یو خوښ انسان. بس نو ملا ورته وتړئ.