BBC
 شاته

د هلمندۍ نجلۍ د "بلا سیوری" کیسې

د افغانستان په جګړه ځپلي سوېلي ولایت هلمند کې په لومړي ځل یوې لیکوالې د لنډو کیسو ټولګه چاپ کړې ده.

د "بلا سیوری "د نسیمه باري په نامه یوې نجلۍ د شپاړسو کیسو کتاب دی.

هغه د هلمند په یوه خصوصي پوهنتون کې د طب زده کړیاله ده او وايي له کوچنیوالي یې لنډې کیسې او ناولونه لوستل او همدا لامل شو، چې پخپله هم کیسو لیکلو ته مخه کړي.

زموږ همکار عصمت بهیر له آغلې باري سره مرکه کړې او په پیل کې یې د کیسو د موضوعاتو په اړه پوښتلې ده.