د کینیا ښځې د الشباب په کمپونو کې
د بي بي سي یوې پلټنې له هغه پټ کاروباره پرده پورته کړې چې پر کینیایي ښځو کیږي او د الشباب اورپکه ډله یې د جنسي تېري او مینځیتوب په هدف په سومالیا کې ساتي.
په لسګونو ښځې چې د الشباب په کمپونو کې ساتل کېدلې را تښتېدلي دي او د لومړي ځل لپاره خپلې دردوونکې کیسې کوي.