BBC
 شاته

''ځانمرګي بریدګر خاینان دي''

د انځور حقوق DAWN
Image caption د رایو په اتفاق ځانمرګی برید او ځانمرګي برید ته هڅول حرام دي

ډان

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان رپوټ ورکړی چې د دیني مدرسو مهمو علماوو په یوه فتوی کې ترهګري او دیني افراطیت غندلی، په فتوی کې ځانمرګي برید کوونکي خاین بلل شوي دي.

په دغه فتوی کې ویل شوي، ''پاکستان یو اسلامي هېواد دی او د اسلامي شریعت د نافذولو په نوم چې هر ډول تاوتریخوالی کېږي، هغه د اسلام له نظره قطعاً حرام عمل دی او هغه څوک چې په پاکستان کې په همدې پلمه له زور او وسلوالو فعالیتونو کار اخلي باغي بلل کیږي.''

ورځپاڼې د فتوی اردو متن هم خپور کړی او په یوه ماده کې وايي چې د رایو په اتفاق ځانمرګی برید او ځانمرګي برید ته هڅول حرام دي او د ځانمرګي پاکستاني مرسته کوونکي له اسلام سره مخالف او د پاکستان دولت حق لري دوی هغه سزا ورکړي چې باغیانو ته ورکول کېږي.

په دغې فتوی کې د افغانستان یادونه نه ده شوې.

د یادې فتوی لپاره د دیني مدرسو عالمان اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون څېړنیز مرکز په هڅو راغونډ شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حمزه د خپل پلار لاره نیسي او د القاعده د بیا فعالېدو مخه نیسي

واشنګتن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د وروستيو څرګندونو په اړه یو اوږد تحلیلي مطلب خپور کړی. د دغه مطلب په یوه برخه کې ویل شوي، چې حمزه د خپل پلار لاره نیسي او د القاعده د بېرته فعالېدو هڅې کوي.

ورځپاڼه زیاتوي د اسامه د اته ویشت کلن زوی غږیز پیغام په القاعده ډله کې د یو لړ بدلونونو په معنی دی او ښکاري چې دغه ډله د تاوتریخوالي د یوې لړۍ د پیلولو په درشل کې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وس د اسټرالیا ۲۷۰ سرتېري په افغانستان کې په دنده بوخت دي

اسټرالیا

اسټرالیا خپرونې رپوټ ورکړی چې افغانستان ته د امریکا د غوښتنې له مخې د نورو سرتېرو په تړاو د چارواکو وروستي څرګندونې دا جوتي چې اسټرالیا په پام کې لري افغانستان ته نورو سرتېري واستوي.

د خپرونې په وینا، ټینګار شوی چې دغه ماموریت به یوازې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره وي.

د خپرونې د معلوماتو له مخې، اوس د اسټرالیا ۲۷۰ سرتېري په افغانستان کې په دنده بوخت دي.

.
Image caption د الکعبي مېرمنې ته د افغان ښځو مډال ور کړی دی

ګلف

ګلف ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د پخواني وژل شوي سفیر جمعه محمد الکعبي مېرمنې ته د افغان مېرمنو لپاره ټولنې له خوا مډال ورکړل شو.

ورځپاڼه زیاتوي، دغه مډال د الکعبي مېرمنې ته په افغانستان کې د هغې د مېړه د ښو خدمتونو له امله ورکړل شو.