BBC
 شاته

د اسرائیلو د اقتصادي معجزې کیسه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوسمهال د نړۍ تر ټولو ډېر نوښت او داسې شرکتونه چې اشخاصو پیل کړي په اسرائیلو کې دي.

د اسرائیلو اقتصادي او پوځي پرمختګ تل زما د لېوالتیا لامل و. ما به فکر کاوه چې دومره کوچني هېواد او د کمو وګړو ملت څنګه دومره چټک او حیرانوونکی پرمختګ وکړ، په ځانګړي ډول دې ته په پام سره چې شاوخوا یې په ګاونډ کې ګڼ سیالان او دښمنان اوسېږي.

زه چې هڅه کوم د هرې پوښتنې ځواب په کتابونو کې ومومم، نو د دې پوښتنې د ځواب لپاره مې هم د لیکوالانو ډن سینر او سال سینګر کتاب ''د اسرائیلو د اقتصادي معجزې کیسه'' کتاب ولوست.

ډن په نیویارک کې اوسېږي، خو درس یې په اسرائیلو کې ویلی او په عربي هېوادونو کې هم اوسېدلی دی. سال بیا په امریکا کې لوی شوی او اوس په بیت المقدس کې اوسېږي.

لیکوالانو د همدې پوښتنې د ځوابولو هڅه کړې چې د نژدې اووه میلیونو وګړو هېواد چې یوازې ۶۰ کاله عمر لري او چارچاپېره ترې دښمن هېوادونه پراته دي، له پیله تر اوسه په دوامداره توګه د جګړې په حال کې دی او هېڅ طبیعي سرچینې نه لري، څنګه کولی شي تر نورو سترو، سوله ییزو او باثباته هېوادونو لکه جاپان، چین، هند، کوریا، کاناډا او بریتانیا په پرتله ډېر نوي شرکتونه جوړ کړي، نوښت کې دومره بریالی واوسي او دومره اقتصادي پرمختګ وکړي.

د ځواب موندلو لپاره لیکوالانو د اسرائیلو تاریخ ته کتنه کړې او ترڅنګ یې دوی په کتاب کې د یو شمېر مشخصو شرکتونو د بریالیتوب کیسې کړې چې وپوهېږي اسرائیلیانو کې دغه نوښتګر فکر له کومه ځایه پیدا شو او دوی دا فکر څرنګه ژوندی ساتي.

اوسمهال د نړۍ تر ټولو ډېر نوښت او داسې شرکتونه چې اشخاصو پیل کړي په اسرائیلو کې دي. لیکوالانو پر دې هم بحث کړی چې عربي نړۍ ولې په خپلو هېوادونو کې د اسرائیلو په څېر نوښت نه شي پلی کولی.

کتاب په ۳۰۴ مخونو کې لیکل شوی. لیکوالانو په کتاب کې یوازې د اسرائیلو د پرمختګ په تړاو حقایق یا شمېرې نه دي وړاندې کړي بلکې هڅه یې کړې چې کتاب ته د کیسې بڼه ورکړي. له عادي خلکو، سوداګرو، حکومتي چارواکو او نورو سره یې خبرې او کیسې کړې ځکه نو د کتاب کوچنیوالی او د کیسو بڼه لوستونکی نه ستړی کوي.

ډېرې دغه کوچنۍ کیسې حیرانوونکې دي. لوستونکی د اسرائیلو پر عادتونو او خویونو بلدوي او هره کیسه او پېښه لوستونکی دې ته متوجه کوي چې اسرائیلو څرنګه دومره چټک پرمختګ وکړ. دغه کتاب پر ګوډریډز وېبپاڼې ''چې د کتابونو فیسبوک یې بللی شو'' له پنځو څخه څلور اعشاریه یو نومره ګټلې چې په نړیواله کچه د کتاب د محبوبیت ښکارندويي کوي.

سختي نوښت زیږوي

لیکوالان وايي دې ته په پام سره چې نیمه پېړۍ وړاندې اسرائیل له دوو سترو ننګونو سره مخامخ و: چې د خپلې بقا او خپلواکۍ لپاره له عربانو سره جګړه وکړي او له اروپا څخه راتلونکي لوی شمېر کډوالو ته ځای ورکړي، نو د دوی اقتصادي پرمختګ لا ډېر حیرانوونکی برېښي. یو لامل یې ښايي دا وي چې د اړتیا په څېر، سختي هم نوښت زېږوي.

په ظاهره داسې ښکاري چې سختیو او ستونزو اسرائیل دې ته هڅولي چې نوښت وکړي او نوي شرکتونه جوړ کړي.

داسې هم نه ده چې ګنې اسرائیلیان د یوې ژبې یا یو قوم خلک دي، په دوی کې له عراقه نیولې، تر پولنډه او له پولنډه تر ایتوپیا کډوال اوسېږي.

اسرائیل د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال فرکاش وايي د اسرائیلو مذهب هم یو پرانیستی کتاب دی، خلک پوښتنې مطرح کولی شي او له مذهبي مشرانو ځوابونه غوښتلی شي.

ځواب د اسرایلیانو په زیار، له چارواکو څخه د پرله پسې پوښتنو، کنجکاوۍ، غیر رسمي رویې او د ناکامۍ او خطرونو پر وړاندې د دوی بې ساري عکس العمل کې نغښتی. که په اسرائیلو کې یو نوی شرکت ناکام شي نو حکومت یې دا خپله دنده بولي چې دغه شرکت ته بله لاره جوړه کړي چې بیا د کار او شرکتونو سیستم ته ننوځي.

حکومت یې په دې اند دی چې که یو شرکت په بشپړ فکر او پلان سره بازار ته ننوځي او پاتې راځي نو دوی په ناکامۍ کې هم ډېر څه زده کوي او کولی شي چې له خپلې ناکامۍ زده کړي شیان بېرته بازار ته راوړي ځکه نو په اسرائیلو کې ناکامي د شرم یا پېغور خبره نه ده بلکې د یوه بل ځل بخت ازمویلو په معنا ده.

د پیسو د راکړې ورکړې انلاین شرکت (پې پال) پخوانی مشر سکاټ ټامسن چې کله په اسرائیلو کې د خپل شرکت د پرانیستلو لپاره هلته ولاړ نو د اسرایلیانو له عجیبه رویې سره مخامخ شو. اسرایلیان ورته زړه ور او بې باکه ښکاره شول.

بې باکه، بې پروا، بې شرمه، زړور او مغروره

لیکوالان وايي دا د اسرایلیانو د ''چوړزپا'' کلتور نښې وې. د عبراني ژبې دغه لغت ګڼې معناوې لري لکه بې باکه، بې پروا، بې شرمه، زړور او مغروره. بهرنیان د اسرائیلو په هر ځای کې ''چوړزپا'' لیدلی شي، له ښوونکو سره د محصلینو د خبرو په طرز کې، د دفتر له مشر څخه د کارکوونکو په پوښتنو کې، له جنرالانو سره د عادي عسکرو په برخورد کې او د مامورینو له خوا د وزیرانو د نظرونو په ردولو کې.

خو اسرایلیان خپل دا عادت چوړزپا نه بولي. دوی وايي، دا یې د ژوند عادي بڼه ده. له مور او پلاره نیولې تر ښوونځي او پوهنتونه او بیا تر کار ځایه، اسرایلیانو ته ویل کېږي چې که زړور نه وئ، بې باکه نه وئ او کنجکاوه نه وئ، نو وروسته پاتې کېږئ.

اسرائیلیانو ته ویل کېږي چې تاسو باید په خپله دنده کې فوق العاده او تر بل هر چا ډېره وړتیا ولرئ، هغه که دفتري کار وي، که لوبه وي د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسرائیلیانو ته ویل کېږي چې تاسو باید په خپله دنده کې فوق العاده او تر بل هر چا ډېره وړتیا ولرئ، هغه که دفتري کار وي، که لوبه وي

دغه راز اسرایلیان کوم ځانګړی کلتور نه لري. له کوچنیوالي ورته ویل کېږي چې هر نظر وننګوئ، خبرې په پټو سترګو مه منئ، پوښتنې وکړئ، پر هره مهمه موضوع بحث وکړئ او نوښت وکړئ. لیکوالان وايي ځکه نو د پنځوسو امریکایانو مشري کول به د پنځو اسرائیلیانو تر مشرۍ اسانه وي، چې اسرائیلیان مو تل ننګوي، پوښتنې درنه کوي، پیل کې ښايي دا پوښتنه مطرح کړي چې ''ته مې ولې مشر یې؟ زه دې ولې مشر نه یم؟''!

د جګړو تاریخ

په کتاب کې د جګړو د تاریخ بیا بیا یادونه ښايي په ځینو برخو کې لوستونکی ستړی کړي. د اسرائیلو او عربانو د ګڼو جګړو کیسې کله کله لوستونکی له اصلي موضوع چې د اسرایلیانو اقتصادي پرمختګ دی، بلې خوا ته وړي. خو د عربانو او اسرائیلیانو ترمنځ د جګړو په دغو لنډو کیسو کې هم د اسرائیلیانو د چټک پرمختګ نښې لیدل کېږي.

په عمومي ډول، په اردو او نظامي نړۍ کې د امر منلو، اطاعت او سختو قوانینو اصطلاحات اورو، خو اسرایلو کې کیسه بېله ده. هلته یو عادي عسکر کولی شي له خپلو لوړپوړو افسرانو سره استدلال وکړي او که دلیل یې منطقي وو نو خپله خبره پر خپل مشر منلی هم شي.

لیکوالان وايي موږ له ډګر جنرال فرکاش څخه وپوښتل چې د اسرائیلو په پوځ کې ولې طبقاتي او امرانه سیستم نشته او ولې یې عسکر په ازادانه ډول د امرونو پر وړاندې پوښتنې مطرح کولی شي. ده په ځواب کې وویل، یوازې اردو نه ده بلکې د اسرائیلو ټوله ټولنه او تاریخ پر شک او پوښتنو ولاړ دی.

اسرائیل د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسرائیلیان په ۱۸ کلنۍ کې لږترلږه دوو تر دریو کالو لپاره عسکري خدمت ته ګومارل کېږي.

جنرال فرکاش وايي د اسرائیلو مذهب هم یو پرانیستی کتاب دی، خلک پوښتنې مطرح کولی شي او له مذهبي مشرانو ځوابونه غوښتلی شي. نو په اسرائیلو کې د شک او استدلال کلتور ژورې ریښې غځولې دي.

بل لامل چې د اسرائیلو د پوځ او اردو یادونه اړینوي دا دی چې په اسرائیلو کې د عسکري خدمت ټولو لپاره جبري دی. اسرائیلیان په ۱۸ کلنۍ کې لږترلږه دوو تر دریو کالو لپاره عسکري خدمت ته ګومارل کېږي.

ډېری یې د عسکرۍ له خدمت وروسته پوهنتونونو ته ځي. په عسکرۍ کې دوی د سختۍ، ګډ کار، نظم او مقاومت په څېر ارزښتونو سره مخامخېږي چې وروسته بیا دغه زده کړې او ارزښتوونه په پوهنتون او کار ځایونو کې د دوی د بریالیتوب لامل کېږي.

د جګړو او جنجالونو مخینې اسرائیلیان دې ته هڅولي چې ستونزو لپاره د حل عادي لارې و نه مني، چې قناعت و نه کړي.

ماشومان او ځوانان فکر کولو ته هڅول

اسرائیلیانو ته ویل کېږي چې تاسو باید په خپله دنده کې فوق العاده او تر بل هر چا ډېره وړتیا ولرئ، هغه که دفتري کار وي، که لوبه وي لکه شطرنج، موسیقي وي یا د طب ډګر. لامل یې دا دی چې شاوخوا یې دښمنان او سیالان ډېر دي نو دوی تل ځانونه زیانمنوونکي بولي.

پوښتنه دا هم ده چې په ګاونډ کې پرتو عربي هېوادونو ولې ورته پرمختګ او نوښت نه دی کړی. لیکوالان وايي دوبۍ هڅه وکړه چې د اسرائیلو په څېر د نویو شرکتونو ښارګوټی جوړ کړي او د نړۍ مشهوره شرکتونه وهڅوي چې دوبۍ کې خپل دفترونه پرانیزي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لیکوالان وايي دوبۍ هڅه وکړه چې د اسرائیلو په څېر د نویو شرکتونو ښارګوټی جوړ کړي

نتیجه یې دا شوه چې شرکتونه دوبۍ ته راغلل خو نوښت یې ځان سره را نه وړ. نړیوال شرکتونه دوبۍ کې یوازې خپل عملیاتي فعالیتونه پر مخ وړي. نوښت لپاره باید ځايي پوهنتونونه او محصلین نوښت ته لاره هواره کړي او په نوښت کې لېوالتیا وښيي چې نړیوال شرکتونه ورسره تماس ونیسي او د دوی له نوښتګرو فکرونو څخه ګټه واخلي.

لنډه دا چې اسرائیلي ټولنه خپل ماشومان او ځوانان فکر کولو ته هڅوي. دوی یوازې د ښوونځي او پوهنتون د کتابونو پر لوستلو بسنه نه کوي بلکې پوښتنې کوي، دلیل او منطق غواړي، بیا مو خبره مني.

په ټوله کې لوستونکی د دغه کتاب له لوستلو خوند اخلي او کولی شي د اسرائیلو د چټک اقتصادي پرمختګ له رازونو څخه په خپل شخصي ژوند کې کار واخلي.

دغه راز پوهنتونونه، کارځایونه او ان نظامي مرکزونه هم کولی شي د اسرائیلو له عادتونو او د کار او درس له کلتوره ګټه پورته کړي.