BBC
 شاته

خوست کې خونړی برید

فغانستان په خوست ولایت کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۸ کسان وژلي دي او ۶ نور یې ټپيان کړي دي.د راپورونو له مخې په ټپیانو کې کوچنیان هم شامل دي. دا برید د روژې میاشتې پر لومړۍ ورځ کېږي. د قربانیانو د هویت په اړه یې بیلا بېل رپورټونه وړکړل شوي دي.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او ادعا کوي چې برید کې یې د کمپاین په نوم هغه ځانګړي ځواکونه په نښه کړي دي چې امریکايي پوځیانو سره مرسته کوي.

پرون افغان ولسمشر په یوه ټلویزیوني وینا کې له مخالفو وسلوالو وغوښتل چې روژې ته د درناوي په ډول له جګړې لاس واخلي. نور حال له کابله د سید عبدالله نظامي په رپوټ کې.