شاته

د کانونو غله ونیول شول

افغان پولیس وايي د پروان ولایت د سیاګرد په سیمه کې یې څلور کسان د کانونو د ناقانونه استخراج او غلا په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت یوه اعلامیه وايي چې دغه کسان یې د سیاګرد په ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو د ناقانونه کېندنې پر مهال لاس په لاس نیولي دي.

افغان پولیس وايي نیول شویو کسانو منلې چې د افغان معادنو د ناقانونه استخراج او کېندنو له لارې یې له وسله والو طالبانو سره هم مالي مرستې کولې. د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا سملاسي د خپلواکو سرچینو لخوا نده تایید شوې.

افغان پولیس داسې مهال د ناقانونه استخراج په تور د دغو کسانو د نیولو خبره کوي، چې څه موده مخکې ګلوبل ویتنس په نامه یوې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طبیعي سرچینو د ناقانونه استخراج او قاچاقو په اړه یو راپور خپور کړ.

ګلوبل ویتنس په خپل راپور کې د افغانستان د دفاع مخکنی وزیر بسم الله محمدي تورن کړی و، چې په دغو ناقانونه کېندنو او استخراج کې لوی لاس لري.

په راپور کې راغلي وو، چې ښاغلي محمدي په بدخشان کې د جمعیت د یو قومندان عبدالمالک سره لاس لري او د کران او منجان په ولسوالیو کې د معادنو په ناقانونه استخراج کې یې د هغه مرسته کوي، چې ښايي د بدخشان د لاجوردو په قاچاقو، لوټ او تالان کې هم همدوی لاس ولري.

خو ښاغلي محمدي دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې ګلوبل ویتنز پر ده د لګېدلي تور په اړه هېڅ اسناد او شواهد نلري او دا چې دغه تور هغه هک حیران کړی دی.

افغانستان د طبعي منابعو له پلوه بډایه هېواد بلل کیږي، خو کور دننه لا هم داسې مسلکي کسان او متخصصین نلري، چې دغه طبعي منابع په سم ډول استخراج او وسپړي، چې ډېر کله یې سیمه ییز زورواکان او جنګسالاران یې په ناقانونه ډول سپړي او قاچاق کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.