شاته

په هرات کې د ماین چاودنې لس تنه وژلي

د هرات په ولایت کې د سړک د غاړې د یو ماین په چاودنه کې ١٠ تنه وژل شوي او ٦ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي دغه ماین د جمعې په ورځ ددې ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په ٧٠ کیلومیترۍ کې د شیرزاد په سیمه کې هغه وخت وچاودید چې د غور وبلایت ته روان یو فلانکوچ موټر پرې وخوت.

ښاغلي فرهاد ادعا کړې چې دغه ماین د طالبانو له لورې د هرات – غور پر لویه لار د افغان امنیتي قواو پر وسایطو باندې د برید په مقصد ځای پر ځای شوی و.

د هرات د والي ویاند په دغه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په گډون د ١٠ تنو ملکي وگړو وژل کیدل تائیدوي او وایي چې شپږ تنه په پیښه کې ټپیان شوي هم دي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي د پیښې په هکله د افغان امنیتي قواو نه غوښتي چې ددې برید عاملین ژر تر ژره په نښه او ونیسي.

Facebook Forum