BBC
 شاته

نایرو کې د پناه غوښتونکو کمپ کې "پر ماشومانو تعرض شوی"

Image copyright AP
Image caption د نایرو پنډغالي اوسېدونکو خبریالانو سره خبرو کې: د نایرو پنډغالي وضعیت په اړه اندېښې ډېرې شوي

له استرالیا نه د پناه غوښتونکو کډوالو د یوه کمپ اوسېدونکي په تېره بیا ماشومان په جسمي توګه ځورول شوي او "جنسي تعرض" پرې شوی دی.

د ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، د هغو اسنادو او شواهد له مخې چې دې رسنۍ ته په واک کې ورکړل شوي، د نژدې دوو کلونو په لړ کې، د نایرو په ټاپو کې د پناه غوښتونکو کمپ کې د جنسي تعرض، وهلو ټکولو او ځان ځورنې نژدې ۲۰۰۰ پېښې رامنځته شوي چې تر نیمایي ډېره برخه یې د هغو ماشومانو اړوند ده چې په دې پنډغالي کې اوسېږي.

د نایرو پنډغالی د استرالیا له خاورې بهر په ارام سمندر کې یو له دوو سیمو دی چې ددې هېواد له خاورې بهر د پناه غوښتونکو ځای پرځای کولو سیاست عملي کولو لپاره جوړ شوی. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو مدافع ډلو ددغه کمپ پر کارونې نیوکه کړې ده.

د ګارډین ورځپاڼې لیکلي، ددې پنډغالي له ۲۰۰۰ ډېر داخلي راپورونه او سندونه چې دې رسنۍ ترلاسه کړي، د داسې پېښو اړوند دي چې د ۲۰۱۳ کال له اګست نه د ۲۰۱۵ کال تر اکتوبر پورې په دې کمپ کې رامنځته شوي دي.

ددې راپور له مخې، نایرو کې د اوسېدونکو ماشومانو شمېر ۲۰ سلنه یا ۵۰۰ کسان دي، خو ددې راپورونو ۵۹ سلنه برخه جوړوي. له دې ډلې، ۷ پېښې یې د "جنسي تعرض" اړوند دي. ځینې راپورونه ددغه پنډغالي د ساتونکو لخوا او ځینې د نامعلومو "سړیو" لخوا د ماشومانو ځورونه او پر هغوی تعرض څرګندوي.

د ځان ځورونې په برخه کې هم ۳۰ پېښې د ماشومانو لخوا او ۱۵۹ نورې داسې کړنو اړوند دي چې ماشومان پکې مطرح شوي دي. نورو راپورونو کې له پېښو نیولې تر ناسم چلند پورې مسایل راغلي.

په یوه راپور کې چې د ګارډین ورځپاڼې ترلاسه کړی، د یوه ماشوم د خاطرو یوه برخه پکې راغلې چې لیکل شوي د کمپ له ژونده ستړی شوی، کمپ یې نه خوښېږي، غواړي مړ شي. "زه مرګ غواړم، مرګ ته اړتیا لرم."

Image copyright AFP
Image caption د نایرو او استرالیا حکومتونو د هوکړې له مخې د کډوالو یو پنډغالی په دغه جزیره کې جوړ شوی

د کډوالو د حقونو ملاتړي وایي، دا اسناد یو ځل بیا ښيي چې د استرالیا دولت باید سملاسي له دې هېواد بهر د پناه غوښتونکو مرکزونه وتړي او هغوی ته د درملنې او روحي درملنې اسانتیا برابره کړي.

د کډوالو په تړاو د استرالیا اوسني سیاست له مخې، کوم پناه غوښتونکي چې ځان د کښتیو په وسیله ددې هېواد تر ساحلونو ورسوي، یا بېرته خپلو هېوادونو ته استول کېږي او یا هم په پاپوا نیو ګینه او د نایرو په جزیره کې د کډوالو کمپونو ته استول کېږي.

سږکال په اپرېل کې د پاپوا نیو ګینې سترې محکمې دغه هېواد ته له استرالیا نه د کډوالو استول غیرقانوني اعلان کړل او دولت ته یې سپارښتنه وکړه چې دوی سملاسي له هېواده بهر کړي. د ګینې لومړي وزیر وویل، دا امر به پرځای شي، خو د عملي کېدو لپاره یې ځانګړې نېټه ونه ټاکله.

Image copyright EPA
Image caption پنډغالو ته د پناه غوښتونکو په تېره بیا ماشومانو استول په استرالیا کې د بشري حقونو د ملاتړ له سختې نیوکې سره مخ شوی

ددغو پنډغالو ځینو اوسېدونکو په دغو مرکزونو د نامساعدو شرایطو خبره کړې او ځینې وخت یې په اعتراضونو لاس پورې کړی. د سږکال په مې میاشت کې یوې ۲۱ کلنې سومالیایۍ ښځې د نایرو په پنډغالي کې ځان ته اور واچوه. څو ورځې وړاندې یوه ایراني کډوال هم له همدې امله ځان ته اور واچوه چې وروسته د سختو ټپونو له امله روغتون کې مړ شو.

د محکمې رایه کولی شي د پام وړ حقوقي تبعات ولري. ناقانونه کډوالي په استرالیا کې په سیاسي مجادلې اوښتی او د کډوالو لپاره د ډاکټرانو سازمان د وکیل په ینا، دغه شکایت ته د رسېدنې په لړ کې به د استرالیا خلک په دې پوه شي چې د هغوی په نوم څه کارونه کېږي.

په مقابل کې د استرالیا دولت ویلي، د کډوالۍ سیاست هدف یې د هغو کډوالو د سفر درول دي چې په کښتیو کې ددغه هېواد پر لور خوځېږي او ځینې وختونه په لاره کې مړه کېږي. د دولتی سرچینو په وینا، نوی قانون به ددې خنډ نه شي چې ددغو مرکزونو کارکوونکي د کډوالو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه مسوولو چارواکو ته ورسوي او د حل غوښتنه یې وکړي.