BBC
 شاته

د بغداد روغتون کې اور ۱۱ ماشومان وژلي

Image copyright AFP
Image caption د عراق د روغتیا وزارت وايي، اور د برېښنا د شارټۍ له کبله بل شوی

د عراق د روغتیا وزارت وايي د بغداد روغتون کې تېره شپه اور لګېدو لږترلږه ۱۱ ماشومان وژلي دي.

د روغتیا وزارت ویاند احمد الرودیني ویلي، اور د بغداد لوېدیځ یرموک په نامه روغتون په زیږون څانګه کې بل شوی.

لومړنۍ څېړنې ښيي چې د اور لامل د برېښنا شارټي وه، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

عراقي چارواکو د اور له لګېدو سره روغتون کلابند کړی او رسنۍ یې هلته نه دي ورپرېښې.

د عراق خبري رسنۍ وايي د اور لګېدو پرمهال د روغتون ۲۹ نرسانې او اوه نوي زیږېدلي ماشومان د اور لګېدو له ځایه لېږدول شوي.

د عراق پلازمېنه بغداد کې د برېښنا د شارټۍ له کبله د اورلګېدو پېښې له معمول سره ډېرې دي.

هلته د اور وژنې د پوره اسانتیاوو له کبله خلک د اورلګېدو پرمهال له لویو ستونزو سره مخامخ وي.

وړاندې د عراق په رسمي ادارو، سوداګریزو ځایونو او عامه سیمو کې هم ورته اورونه بل شوي.

دا لومړی ځل دی چې په یوه روغتون کې د اور لګېدو له کبله عراق کې ۱۱ ماشومان مري.

ایله درې ساعته وروسته د بغداد روغتون اور مړ شوی دی.

د روغتون له ودانۍ بهر د چارشنبې په ورځ د مړو شویو ماشومانو قهرېدلي خپلوان راغونډ شوي وو. ډېری قهرېدلو د اور لګېدو پړه پر حکومت اچوله.

۳۰ کلن حسین عمر وویل، همدا تېره اونۍ یې دوه زیږېدلي غبرګوني مړه شول.

۴۱ کلنې اشراق احمد جسار وايي ونه توانېده، چې خپله څلور ورځنۍ ورېره وژغوري:

Image copyright AFP

"نن ګهیځ دلته وختي راغلم چې خپله وراره او د هغه مور وګورم، خو دوی د اور لګېدو خبره راته وکړه. زما وراره لاهم ورک دی او مور د روغتون بل وارډ ته لېږدول شوې ده".