شاته

پر کندز ښار د طالبانو د هاوان په برید کې یو زده‌کوونکی وژل شوی

نن سهار ۹:۰۰ بجې د کندز پر ښار د مخالفو وسله والو له خوا د هاوان مرمۍ ویشتل شوی چې په نتیجه کې یې د ښوونځي یو تن متعلم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کندز د معارف شهري مدیر جنت ګل ناصري امریکا غږ ته وویل چې نن سهار نهه بجې د دولت مخالفو وسله والو د کندوز پر ښار د هاوان مرمۍ راویشتلې چې په نتیجه کې یې د شیرخان لیسې د ابتدایه یو زده کوونکی وژل شوی او دوه تنه نور ملګري یې ټپیان شوي دي.

ناصري زیاته کړه چې مرمۍ د زده کوونکیو د رخصتۍ پر وخت د لیسې په دروازه کې لګیدلې ده.

د کندز د مرکزي روغتون ریس ډاکټر محمد نعیم منګل وایي چې دوي ته د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله لسو تنو ټپیانو مراجعه کړې چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

هغه وایي چې یو زده‌کوونکي د سختو ټپونو له وجې ساه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار یو ځل بیا د دولت مخالفو وسله‌والو د کندز تخار پر لویه لار څلور ځایه پر امنیتي پوستو برید کړی.

د سپین زر زون د پولیسو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې لار د ترافیکو پر مخ تړل شوی خو د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

میدان وردګ کې جګړې

د میدان وردګ ولایت پولیس وايي، چې د دغه ولایت پر دایمیرداد ولسوالۍ باندې یې د وسله‌والو طالبانو برید په شا تمبولی دی.

د میدان وردګو د پولیسو ویاند نقیب امیني وايي، چې تیره شپه شاوخوا دوه بجې وسله‌والو طالبانو د دایمیرداد ولسوالۍ د نیولو لپاره ډله ایز برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او په شا وتمبول شول.

د امیني پر وینا، په دغه برید کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی، د افغان ځواکونو څلور نور منسوبین ټپیان شوي او څه د پاسه ۲۶ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړې، چې د برید پر مهال یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

په همدې حال کې نن سهار وسله‌والو طالبانو په میدان ورګ ولایت کې د غرونو او غونډیو له لوړو څوکو څخه د کابل کندهار پر لویې لارې ډزې کړې دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل امریکا غږ ته وویل، د ډزو په نتیجه کې د یو شمیر باروړونکو موټرو ډریورانو خپل موټر د سړک پر سر پریښي او تښتیدلي دي، چې له امله یې دغه لویه لاره د دریو ساعتونو لپاره وتړل شوه.

د والي ویاند وویل، چې اوس دغه لاره د ترافیک پرمخ خلاصه ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې برید کې وسله‌والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي او د افغان امنیتي ځواکونو منسوبینو او ملکي وګړو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغو پیښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.