ځلېدونکي حشرات
-
Sabol Sharpeye/REX/Shutterstock
کرواتیایي عکاس پیټر سابول شارپایي د عکاسۍ شوق او ځواک سره یوځای کړي او له لارې یې طبیعت کې د حشرو د انځورونو په زړه پورې او رنګینه ننداره وړاندې کړې.
-
Sabol Sharpeye/REX/Shutterstock
سابول غواړي داسې نړۍ له نژدې وګوري چې کم تر سترګو کېږي، داسې شیبې انځور کړي چې په سترګو یې لیدل ګران او ان ناممکن برېښې، پرته له دې چې د کامرې سترګې یې ښکار کړي.
-
Sabol Sharpeye/REX/Shutterstock
عکاس یوه لسیزه پردې تېره کړې چې د طبیعت کې د کوچنیو ژوندیو موجوداتو غیرمعمول حرکتونه او طبیعي فعالیتونه انځور کړي.
-
Sabol Sharpeye/REX/Shutterstock
سابول چې په کرواتیا کې ژوند او کار کوي وایي، له پیله یې له طبیعت او سمسورې نړۍ سره مینه وه.
-
Sabol Sharpeye/REX/Shutterstock
د وړو څېزونو ډېر نژدې (کلوزاپ) انځورونه کولی شي ډېر زیات جزییات رابرسېره کړي. دلته د یوې کوچنی حشرې پر وزر پرخې پرتې دي.
-
Sabol Sharpeye/REX/Shutterstock
په دې ډول عکاسۍ کې له رڼا ډېره ګټه پورته کېږي. د ښایسته انځورونو اخستو لپاره د لمر ختو او لمر پرېوتو وخت ډېر مناسب دی.
-
Sabol Sharpeye/REX/Shutterstock
د لمر راختو او لمر پرېوتو پرمهال وړانګې ښایسته سیوری جوړوي او داسې ښکاري لکه د انځور رنګونه چې سره اوبدل شوي وي.
-
Sabol Sharpeye/REX/Shutterstock
د بوټي پر ساقې د دوو پتنګانو له وزرو تته رڼا ځلېږي.