شاته

ټرمپ د ناټو غونډې لپاره بلجیم ته ورسید

د پنجشنبې په ورځ د ناټو رهبران په پنځه وېشتمه عالي غونډه کې په اروپا او بهرنیو هېوادونو لکه افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې غونډه کوي.

د ناټو مشران تمه لري چې د امریکا له جمهور رئیس سره پخپله غونډه کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه ډیر څه واوري.

د رئپوټونو له مخې په پام کې ده جمهور رئیس ټرمپ به د ناټو په غونډه کې د افغانستان په اړه د خپل هېواد نوې تګلاره اعلان کړي.

د افغانستان حکومت په دغې غونډې کې ګډون نه کوي. د افغان جمهور رئیس د ویاند مرستیال وایې چې دا د ناټو عمومي غونډه او افغانستان ته ځانگړې شوې نه ده.

د جرمني صدراعظمې، انګلا مرکل له وړاندې ویلي چې حکومت یې د غونډې نتایجو ته انتظار باسي.

صدراعظمه مرکل وایي "موږ په افغانستان کې له موجودو شلو غړو هېوادونو سره د همکاریو په هماهنګۍ کې فعال یو. زه به پریکړې ته انتظار وباسم. زه فکر نه کوم چې موږ په هغه کتار کې ووسو چې پدغه هېواد کې خپل ظرفیت زیات کړو."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي چې هېواد یې نه غواړي ناټو په افغانستان کې خپل مشورتي ماموریت په جنګي ماموریت بدل کړي.

امریکایي رسنۍ وایي چې سپېنه ماڼۍ به ممکن له ۳۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ پورې نور پوځیان افغانستان ته واستوي. ټ

د افغان څېرونکو په باور د جګړو میدان ته د بهرنیو پوځیانو ستنیدل به د افغان ځواکونو مورال اوچت کړي.

د پوځي چارو کارپوه سید احمد احمدي وایي "په اوسني وضعیت کې د ځواکونو زیاتوالی د افغانستان په خیر دی او ښايي خپله اغیزه ولري، او که ترڅنګ یې په اوږدې مودې کې روزنه هم دوام ولري نو راتلونکې به لاښه وي."

د افغانستان د جګړې په باب د بحث سربیره به د امریکا جمهور رئیس د ناټو له غړو هېوادونو وغواړي چې د خپل عاید دوه فیصده ناخالصه برخه دفاعې بودیجې ته بیله کړي. د اروپا مشران بیا تمه لري چې له ترهګرۍ سره د ناټو مبارزه له اروپا څخه بهر نورو سیمو ته وغځیږي.

د برېټانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډېویډ اوین وایي "حقیقت دا دی چې ناټو یوه نړیواله مرجع ده او فکر کوم چې له داعش سره د مبارزې په هدف د هغې د پراختیا لپاره دلیل شته دی."

اروپايې رهبران تمه لري چې د امریکا جمهور رئیس دې تردې وروسته ناټو له کار لویدلی سازمان ونه بولي.