شاته

د افغانستان لپاره د ټرمپ دوه انتخابه: سیاسي که پوځي؟

د امریکا د متحده ایالاتو پوځي او سیاسي مشران افغانستان ته د نورو قواو د استولو په هکله یو نظر نه دي، خو جمهور رئیس باید تصمیم ونیسي.

په داسې حال کې چې د امریکا لوړپوړي پوځیان افغانستان ته د ٣٠٠٠ نه تر ٥٠٠٠ پورې نورو امریکایي سرتیرو د استولو په اړه د نظر یووالی لري، د جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو شمیر سلاکاران او د امریکا د کانگرس یو شمیر غړي وایي امریکا نه ښایي چې په جگړه کې خپله بوختیا پراخه کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ په بنسټ دغه خبره ښایي د افغانستان لپاره د ټرمپ د حکومت د ستراتیژۍ د اعلان د ځنډ سبب شوې وي.

اوس مهال د امریکا د ٨۴٠٠ سرتیرو په گډون د ناټو ۱۳۰۰۰ قواوی په افغانستان مې میشت او د افغان امنیتي او دفاعي قواو په روزنه او مشورو بوخت دي. د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د میاشتې ٣،١ میلیارد ډالر لگښت لري.

له دې سره سره، په افغانستان د امریکایي قواو عمومي قوماندان ویلي دي چې جگړه په دې هیواد کې له بن بست سره مخامخ شوې ده او ددې حالت نه د وتلو لپاره لږ تر لږه پمځو زرو نورو امریکایي سرتیرو ته اړتیا ده.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د جمهور رئیس ټرمپ یو لوړپوړی مشاور ستفن بنن، تل دا استدلال کړی دی چې افغانستان ته د نورو امریکایي قواو استول ښه سیاست نه دی.

د امریکا د جمهور رئیس زوم او لوړپوړی سلاکار جارد کشنر، هم په افغانستان کې د امریکا د اوسنۍ پالسۍ منتقد دی، خو د هغه نظر په څرگنده توگه روښانه نه دی.

ستراتیژیک بن بست

د افغانستان د ځانگړو قواو منصبدار داریوش کبیر چې اوس د امریکا په دفاعي پوهنتون کې د ترهگرۍ او یاغیگرۍ ضد مبارزې په چارو کې د ماسترۍ په زده کړو بوخت دی د امریکا غږ ته وویل چې افغانستان ته د امریکایي او ناټو نورو اضافي قواو استول ښایي د "تکتیکي" پلوه موثر وي چې د ولسوالیو د سقوط مخه ونیول شي، خو په "ستراتیژیکه" کچه نشي کولای چې موثر واوسي. د ښاغلي کبیر په وینا په ٢٠٠٩ کال کې د شاوخوا ١٠٠ زرو امریکایي سرتیرو استخدام ددې ادعا ښه ثبوت دی.

خو ښاغلی کبیر وایي چې د امریکا حکومت باید "پر پاکستان زیات فشار راوړي" چې په افغانستان کې د جگړې مخه ونیول شي.

په داسې حال کې چې اکثر کارپوهان په افغانستان کې د یو ستراتیژیک بن بست د شتون په اړه خبرې کوي، تمه ده چې جمهور رئیس ټرمپ په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان په هکله د امریکا او ناټو د پوځي ستراتیژۍ په اړه څرگندونې وکړي.