شاته

د کندز د ملي امنیت رئیس په یو برید کې ټپي شوی

کندز کې امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د ملي امنیت رئیس محمد جسیم انوري، په موټر نن سهار وختي وسله والو ډزې کړي چې له امله یې هغه ټپي شوی، خو روغتیایي حالت یې ښه دی.

د کندز د ملي امنیت د رئیس محمد جسیم انوري پر موټر هغه وخت ډزې وشوې چې هغه د کابل - کندز په لویه لار د ګزمې په حال کې وو.

د پولیسو د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې نن سهار وختي د ملي امنیت رئیس محمد جسیم انوري د ښار په لارو کې په ناڅاپي ډول ګزمه کوله، خو کله د ده د ګزمې موټر د سه درک له ساحې څخه لریوځي، د وسله والو له خوا پرې ډزې کیږي.

کاموال وویل چې د ملي امنیت رئیس محمد جسیم انوري ددغه برید په نتجه کې ټپي شوی دی.

خو جنرال کاموال وویل چې د هغه صحي وضعه ښه ده او د تداوۍ لپاره د مزار شریف نظامي کمپ ته انتقال شوی دی.

تراوسه د افغانستان ملي امنیت ریاست د محمد جسیم انوري ټپي کیدلو په باب څه نه دي ویلي.

شیرعزیز کاموال زیاته کړه چې د کندز د ملي امنیت رئیس به د امنیتي حالاتو د څیړلو لپاره له ساتونکي او تعقیبي موټرو پرته په سیمه کې په شخصي جامو کې ګزمې کولې.

په کندز کې پخوا تر دې هیڅ امنیتي مسول له ساتونکیو پرته سفر نه دی کړی. اوس هم زیات شمیر چارواکي چې نورو ولایتونو ته سفر کوي د یو نظامي کتار له خوا بدرکه کیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.