BBC
 شاته

د کلنټن پرضد د ډونالډ ټرمپ پر څرګندونو پراخې نیوکې شوي

Image copyright Getty

د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هغو خبرو سخته غوسه راپارولې چې ده له خپلو پلویانو غوښتي و د وسلې مالکیت حق په کارولو د هغه دیموکراته سیاله هیلري کلنټن ودروي. د مېرمن کلنټن د کمپاین دفتر دا څرګندونې چې د ډېرو غوسه یې راپارولې، خطرناکې بللې دي.

ټرمپ وویل، که مېرمن کلنټن بریالۍ شي چې د نومبر ولسمشریزې ټاکنې وګټي، نو لیبرال قاضيان به سترې محکمې ته راولي چې دده په خبره که داسې وشي نو اساسي قانون دویم متمم کې د وسلې مالکیت تضمین شوی حق به له خطر سره مخ کړي.

شمالي کارولینا کې یوې غونډې ته په وینا کې ښاغلي ټرمپ اشاره وکړه چې د وسلې مالکیت ملاتړي باید د کلنټن د واک ته رسېدو مخنیوی وکړي.

د هغه خبرې ټولنیزو شبکو کې له توند غبرګون سره مخ شوی؛ ډېر خلک ټرمپ تاوتریخوالي ته د خلکو پر هڅولو تورنوي.

خو د ښاغلي ټرمپ د کمپاین دفتر وروسته وویل، د ټرمپ هدف دا و چې د وسلې مالکیت ملاتړي وهڅوي ټاکنو کې رایه ورکړي، ترڅو له سیاسي لارې بدلون راشي.

ټرمپ وویل، "هیلري کلنټن غواړي د اساسي قانون دویم متهمم لغوه کړي، که هغه ولسمشره شي نو همدغه قاضیان به وټاکي، تاسو هېڅ هم نشئ کولی."

د مېرمن کلنټن د ټاکنیز کمپاین ملګري سناتور ټېم کین هم په یوه وینا کې د ښاغلي ټرمپ خبرې د "نه باور وړ" وبللې او ویې ویل چې دا ښيي چې "نوموړی د هغه چا له رول نه بېخبره دی چې ټاکل شوې مشر شي."

د ټویټر کاروونکو سملاسي د وسلې کارولو په تړاو د هغه پر خبرو نیوکه وکړه.

د کنېټکټ ایالت سناتور کریس مورفی وویل، دا خبره ښایي د ځینو "بې ثباته کسانو" د پارېدنې لامل شي چې له کلنټن نه کرکه وکړي.

د مېرمن کلنټن د ټاکنیزو کمپاین مدیر رابي موک په یوه وینا کې ویلي، "ډېر ساده دی، کوم څه چې ټرمپ وایي خطرناک دی. کوم کس چې غواړي د متحده ایالتونو ولسمشر وي، هېڅکله باید تاوتریخوالي ته اشاره ونه کړي."