BBC
 شاته

د شپږیږې سیالیو په لومړۍ ورځ بند امیر او کابل ګټونکي شول

Image copyright cricketaf
Image caption لومړۍ لوبه د سپین غر پړانګانو او بند امیر لوبډلو ترمنځ وه.

د شپږیزې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ ورځ سپین غر پړانګانو او بند امیر لوبډلو، دغه راز کابل بازانو او امو نهنګانو بخت سره وازامایه. په لومړۍ ورځ بند امیر سپین غر ته او کابل امو ته ماتې ورکړه.

نن (سې شنبې) د کابل په نړیوال لوبغالي کې د کریکټ شپږیزې ټورنمنټ لوبې پیل شوې.

نننۍ لوبې ډېر په زړه پورې وې او د ځینو نورو لوبو په شان یې له مخکې د پای اټکل نه کېده.

لومړۍ لوبه د سپین غر پړانګانو او بند امیر لوبډلو ترمنځ وه. د لوبې پچه یا ټاس سپین غر لوبډلې وګاټه او سیالې ډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

بند امیر لوبډلې خپل د سر لوبغاړی په داسې حال کې له لاسه ورکړ چې لا یې کومه منډه نه وه جوړه کړې. نور لوبغاړي هم تر ډېره ونه درېدل او ویکټې یې ژر ژر ولوېدې.

خو د حشمت شهیدي او محمد نبي یوې ښې او اوږدې ملګرتیا د بند امیر لوبډلې د منډو شمېر ور زیات کړ. محمد نبي له خپلې تجربې ښه ګټه واخیسته او په ۳۶ توپونو یې ۸۳ منډې جوړې کړې. چې شپږ شپږیزې او اووه څلوریزې یې ووهلې.

حشمت شهیدي هم خپل پنځوسیزه پوره کړه.

د بند امیر لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې سپین غر بازانو ته د ۱۶۵ منډو هدف کېښود.

Image copyright cricketaf
Image caption دویمه لوبه بیا د کابل بازانو او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ وه. د دغې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلې وګټله او خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله.

په توپ اچونه کې د سپین غر لوبډلې تیز توپ اچونکی افتاب عالم ښه وځلېد، افتاب په څلور اورنو کې یواځې شپاړس منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

د دې لوبډلې د سر لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل خو نورو لوبغاړي هم ښه توپ وهنه ونه شوه کړی. یواځې سمیع شینواری او کریم صادق وتوانېدل چې ۲۷ او ۲۲ منډې جوړې کړي. او نورو لوبغاړو د پام وړ منډې جوړې نه کړې.

د سپین غر لوبډلې ټول لوبغاړي په نولسم اوور کې ۱۲۳ منډو په جوړو وسوځېدل.

لوبه د بند امیر لوبډلې د ۴۱ منډو په توپیر وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل شو.

دویمه لوبه بیا د کابل بازانو او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ وه. د دغې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلې وګټله او خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله.

د دې لوبډلې د سر لوبغاړی شهزاد محمدي هم پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېد. خو کیپټان اصغر ستانکزي په خپلې بریدګرې لوبې خپلې لوبډلې ته روحیه ورکړه.

اصغر د دریو شپږیزو او دوو څلوریزو په مټ وتوانېد ۳۶ منډې جوړې کړي. کریم جنت ۳۱، محمد سمیع ۲۹ او شوکت زمان ۲۵ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره امو نهنګانو لوبډلې ته ۱۵۵ منډې هدف کېښود.

د امو نهنګانو له خوا جاوید احمدي ۳ او شرف الدین اشرف دوه لوبغاړي وسوځول.

Image copyright cricket.af
Image caption سبا به د مس عینک او بست، دغه راز کابل او سپین غر لوبډلې سیالي سره کوي.

که څه هم د امو نهنګانو له خوا پرانیستونکی لوبغاړی یا اوپنر سلمان بټ تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو او ۵۱ منډې هم جوړې کړې او د امو نهنګانو لوبډلې د پنځو ویکټو په له لاسه ورکولو سره خپلې ټولې منډې ۱۴۳ ته ورسولې. خو بخت نن کابل بازانو لوبډلې سره وو، او لوبه یې د لسو منډو په توپیر وګټله.

د چارشنبې په ورځ د مس عینک او بست، دغه راز کابل او سپین غر لوبډلې سیالي سره کوي.