شاته

د مذهب د ازادۍ تضمین د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ برخه ده

په نړۍ کې د مذهب د ازادۍ لپاره د امریکا کمیسیون لږترلږه شپاړش داسي ملکونه په گوته کړیدي چې وضیعت یې د اطمینان وړ ندی.

د امریکا د حکومت دغه کمیسیون (چې د امریکا د دواړو سیاسي گوندونو غړي پکې شامل دي) په نړۍ کې د مذهب ازادي څاري او د امریکا ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او کانگرس ته وړاندیزونه کوي.

د مذهبونو د ازادۍ لپاره امریکایي کمیسیون د شلو کلونو راهیسې فعالیت کوي. دا په شلو کلونو کې لومړنې ځل دی چې دغې کمیسیون روسیه د یو داسي هیواد په توگه په گوته کړیده چې پکې حکومت د مذهب په هکله ځبونکي پالیسۍ لري. په دغو کې د حکومت لخوا د خلکو د ځورلو نه واخله تر بندي کولو پورې اقدامات شامل دي.

ډینیل مارک چې د مذهب د ازادې لپاره د کمیسیون سره کار کوي وايي "لومړې کار به دا کوو چې د روسیې حکومت ته د امریکا د ولسمشر نه په مستقیمه توگه دا پیغام واستول شي چې مونږ په روسیې کې د مذهبي ازادۍ په هکله سخت اندیښمن یو."

تیره میاشت د روسیې سترې محکمې یوه مذهبي ډله جیوها سختدرېځه وبلله او ورته یې امر وکړ چې خپل فعالیتونه بند کړي.

رابرټ وارن چې د جیوها مذهب پیروکار دی په سکایپ باندې د امریکا غږ ته وویل "مونږ سختدریځه نه یو. دا بیخي د سختدریځۍ په هکله د قوانینو غلطه تشریح ده. پکار نه ده چې زمونږ په خلاف حکومت اقدامات کړی وی ځکه چې مونږ روسیې او یا بل کوم ملک ته تاوان نه رسوو. د جیوها مذهب په ٢۴٠ ملکونو کې پیروکاران لري."

وارن وايي چې په روسیې کې لږ تر لږه یو نیم لکه خلک د جیوها مذهب پلویان موجود دي. د محکمې د پریکړې نه وروسته د دغې ډلې ویبپاڼه تړل شویده. او د هغوي مذهبي کتاب انجیل هم په بازار کې د خرڅ لپاره نشته.

په دی برسیره د منځني افریقا جمهوریت هم د مسلمانانو د نسل کشۍ په سبب په دغې لسټ کې شامل دی.

تیره اونۍ په بنگواسو کې په سلگونو تنو هغه وخت په یوه جو مات کې پناه واخیسته چې عیسویي ملیشو پرې حمله وکړه. هم دغو عیسوي ملیشو د تیرو څو کلونو په مودې کې بیگناه ملکیان او د ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه هم وژلي دي.

په میانمار کې بدایان په مسلمانانو چې اقلیت دي، ظلمونه کوي او په دی وجه ځینې مسلمانان خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شویدي.

په برما کې عیسویان هم دیته مجبوره کیږي چې خپل مذهب پریږدي او بدایان شي. د برما حکومت او پوځ دغه تورونه ردوي.

دغه کمیسیون په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قوانینو په هکله وایي چې پکار ده دغه قوانین ختم شي ځکه چې دا د بشري حقوقو د نړیوالو قوانینو نه سرغړونه ده.

د مذهبي ازادۍ لپاره نړیوال کمیسیون د امریکا د حکومت نه غوښتنه کړیده چې د مذهب د ازادۍ لپاره دی خامخا اقدامات وکړي. ځکه چې دا د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ یو مهم عنصر دی.