شاته

د افغانستان تګلاره؛ امریکا له خپلو متحدینو سره مشورې زیاتې کړې دي

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس ویلي چې د افغانستان په اړه یې د خپل هېواد پر نوې تګلارې کار ختم کړی دی خو اړتیا ده چې پدې باب د ناټو د غړو هېوادونو نظریات واخېستل شي.

په پام کې ده چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د روانو شخړو د را کابو کولو لپاره دغه هېواد ته د زرګونو پوځیانو د لیږلو درخواست وکړي.

دغه درخواست باید د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ترمپ لخوا تائید شي.

ماتیس په ناروي کې ددغه هېواد د دفاع له وزیرې آئن مئري ایریکسن سورید سره د خبرو پر مهال وویل "موږ پرې [پلان] کار کوو او وروستۍ پریکړې ته په رسیدو به په څرګنده توګه موږ له خپلو متحدینو سره خبرې وکړو."

د ماتېس له څرګندونو جوتیږي چې امریکا به په لنډ وخت کې افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو اعلان ونه کړي.

امریکا کې رسنیو خبر ورکړی چې پنټاګون په پام کې لري له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې نور پوځیان افغانستان ته واستوي.

اوسمهال ۸۴۰۰ امریکايي او شاخوا ۵۰۰۰ د ناټو اړوند عسکر په افغانستان کې میشت دي.

د ناروې د دفاع وزیرې ویلي چې هېواد به یې د افغانستان په اړه پر خپلو ژمنو ښایي له سره غور وکړي.

میرمن سورید وویل: "موږ تل ویلي چې له خپلو متحدینو سره تللي یو او له خپلو متحدینو سره به پاتې کېږو."

د امریکا جمهور رئیس د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې په بهر کې د امريکايي عسکرو شمیر راکموي. اوس هغه په داسې یو حالت کې قرار لري چې باید ژر افغانستان ته د خپلو اضافي نظامیانو پر استولو پریکړه وکړي.