شاته

عطا: شمال ښايي په "دویمې سوریې" بدل شي

د بلخ والي او د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیوي رئيس عطا محمد نور د افغانستان په شمال کې روانو ناامنیو ته په اشارې وايي، که حکومت په دې برخه کې پاملرنه ونکړي، نو شمالي ولایتونه به په دویمې سوریې بدل شي.

ښاغلي نور چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د بغلان د ولایتي شورا پخواني رئيس محمدرسول مُحسني د څلورم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل، د سیمې او نړۍ یو شمیر هیوادونه د افغانستان په شمال کې له تروریستي ډلو څخه ملاتړ کوي او د خپلو موخو لپاره یې کاروي.

د بلخ والي د افغانستان په شمال کې روانې ناامنۍ د بهرنیو هیوادونو د نیابتي جګړې یوه برخه وبلله او د افغان حکومت مشران یې د روان وضعیت پر ناسم مدیریت تورن کړل.

هغه وویل "په یاد ولرئ که دولت پاملرنه ونکړي، د افغانستان شمال په دویمې سوریې بدلیږي، د شیعه او سُني جګړې ته دلته لمن وهي، د داعش او طالب په نوم دلته خلک قُرباني ورکوي، او د دغه هیواد زیاته جغرافیه زما او ستا او د دې ملت د دښمنانو په واک کې ورولیږي."

د بلخ والي وویل، طالبان اوسمهال په څلورو ډلو ویشل شوي او لږ تر لږه درې هیوادونه په افغانستان کې د طالبانو ډلې لري او ورڅخه ملاتړ کوي.

که څه هم ښاغلي نور په څرګند ډول د کوم هیواد نوم وانخیست خو په ظاهره یې اشاره‌ د پاکستان، روسیې او ایران هیوادونو ته وه.

هغه وویل "اوس طالبان څلور برخې شوي دي، یو پاکستاني طالبان، دوه د فلاني هیواد طالبان، چې تاسې پرې خپله پوهیږئ او د بل هیواد طالبان او انشعابي طالبان، لږ تر لږه درې تر څلور هیوادونه په افغانستان کې طالبان لري او تر ټولو خطرناکه په افغانستان کې د داعش هغه جوړه شوې ډله چې له منځني ختیځ څخه راوړل شوې نه ده، سپین بیرغونه تور شوي، ښه تجهیزات او امکانات ورته ورکړل شوي او جغرافیه ورته په واک کې ورکړل شوې ده."

د بلخ والي وویل، چې د دغو ډلو غړي په بدخشان، سرپل، کندز او د افغانستان په نورو شمالي ولایتونو کې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي او روزل کیږي.

د ښاغلي نور پر وینا، په شمال کې روانه جګړه یواځې د همدې سیمې له عامو خلکو څخه قُرباني اخلي او افغان حکومت یې د مخنیوي لپاره هیڅ ډول موثره برنامه نه لري.