شاته

حبیبي: خوستي پانګوال به دغه ولایت کې پانګونې ته وهڅوم

د خوست ولایت چارواکي وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې به د یاد ولایت پانګوال په خوست کې پانګې اچونې ته وهڅوي او دوی لپاره به د تجارت او صنعت د پرمختګ لازم چاپیریال برابر کړي.

دوی زیاتوي، خوست کې د تولیدي کارخانو او فابریکو د جوړولو او نورو سوداګریزو فعالیتونو د پرمخبېولو لپاره ښه امکانات موجود دي او بایده دي، چې له دې امکاناتو ګټه پورته شي.

د سې شنبې په ورځ خوست والي حکم خان حبیبي د ده د غوره خدمتونو د ستاینې په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دی غواړي د افغان ولسمشر په اجازه د یو هیات په ملتیا عربي اماراتو ته ولاړ شي او خوستي پانګوال په دې ولایت کې پانګونې ته وهڅوي.

خوست والي وړاندې وویل چې ځايي اداره د یاد ولایت د هر اړخیز اقتصادي پرمختګ په هڅه کې ده.

حبیبي: هڅه به وکړم چې د خوستي پانګوالو تجه راجلب کړم

حبیبي: هڅه به وکړم چې د خوستي پانګوالو تجه راجلب کړم

حکم خان حبیبي زیاته کړه:

"خوست به په تجارتي لحاظ د تجارت مرکز او د ترانزیټ لاره وګرځي، په صنعتي لحاظ به په خوست کې تحول راشي او خوست د افغانستان د داخلي تولیداتو یو مرکز وګرځي، پلان لرم چې د یو هیات په شمول د ولسمشر په اجازه تر دوبۍ پورې ولاړ شم، ستاسو مشران رادعوت کړم او په دې پارک کې قواله په لاس ورکړو، دغه پيسې چې په نورو هېوادونو کې يې پانګونه کړې ده، راشي د ګران افغانستان او ګلالي خوست د ابادۍ لپاره دلته پانګونه وکړي."

بلخوا د خوست سوداګر، مدني فعالان او قومي مشران وايي چې په خوست کې د اقتصادي، صنعتي او زراعتي پرمختګ لپاره ښه شرایط برابر دي او د افغانستان د مرکزي حکومت چارواکي باید خوست ولایت ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

یو تن ملي سوداګر حاجي جمال تڼی وايي چې په وروستۍ یوه لسیزه کې د خوست د خلکو اساسي غوښتنې تر اوسه هم نیمګړي پاتې شوي دي.

جمال تڼی زیاتوي:

"د ولسمشر نه مو غوښتنه ده، لکه څرنګه چې لازمه ده په هغه ډول توجه دې خوست ته وشي، زموږ د برق موضوع دا پنځه یا لس کاله کېږي چې روانه ده، د دوه منده د بند باید موږ ژر برخورداره شو، پوهنتون باید په هغه کچه چې نړیوالو معیارونو سره برابر وي باید جوړ شي."

قومي مشر حاجي علي خان ځدراڼ د خوست اب وهوا د زراعت لپاره ډېر مساعده بولي او زیاتوي چې افغان حکومت دې په دې ولایت کې د کرنې پرمختګ ته پاملرنه وکړي.

دی وايي چې افغانستان په حلال کر پر ځان بسیا کیدای شي، نه د تریاکو او پوډرو په تولید او قاچاقو.

نوموړ زیاتوي:

"د افغانستان بنسټ په زراعت ولاړ دی، تر څو چې زموږ زراعت جوړ نشي موږ تر هغه وخته پرمخ نشو تللی، تر هغه چې موږ د تریاکو پر ځای اوربشۍ او غنم ونکرو، په تریاکو موږ نه ابادیږو، ځکه د تریاکو ګټه د پنځو کسانو جیبونو ته لویږي، له دولت مو غوښتنه داده چې خوست کرنې برخې ته خاصه توجه وکړي."

یاده غونډه چې د خوست د پرمختګ په چارو کې د یاد ولایت د والي حکم خان حبیبي د کوښښونو ستاینې ته ځانګړې شوې وه، نوموړي وویل د خوست خلکو ستاینې ده ته د کار او خدمت ډېره حوصله ورکړه:

یاده غونډه چې د خوست د پرمختګ په چارو کې د یاد ولایت د والي حکم خان حبیبي د کوښښونو ستاینې ته ځانګړې شوې وه

یاده غونډه چې د خوست د پرمختګ په چارو کې د یاد ولایت د والي حکم خان حبیبي د کوښښونو ستاینې ته ځانګړې شوې وه

"دا هغه ولس دی چې د چا ښېګڼه نه هیروي، هر مشر ښه او ګټور ګام ستایئ او که خدای مکړه په اداره کې ستونزې وي په زغرده موږ ته وايئ چې دا ځای باید اصلاح شي، بناءً تاسو خپل مسوولیت ادا کړی او زموږ مسوولیت دادی چې خپلې هلې ځلې پنځه چنده کړو او ستاسو د رښتینو خادمانو په صفت ستاسو هیلو ته ورسیږو."

د یادونې وړ ده که له یوې خوا د خوست چارواکي خوست ته د پانګې د انتقال او په دې ځای کې د سرمایه ګزارۍ غوښتنه کوي، بل لوري ته سوداګر او پانګوال د دې کار پر وړاندې د ډاډمنې برښنا نه شتون په مهمو خنډونو کې حسابوي او د ملي یووالي د حکومت له چارواکو غواړي چې خوست ته د وارداتي برېښنا د لېږد په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

راپور: نجیب الله الوخېل