BBC
 شاته

هلمند کې دولتي ځواکونو هوایي بریدونو کې '۴۰ طالبان وژل شوي'

Image copyright HMIC

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت د رسنیو دفتر ویلي، پر طالب وسله والو هوایي بریدونو کې ددې ډلې ۴۰ غړي وژل شوي دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي سلاکار توریالي همت لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې وویل شوي، دا عملیات په مارجې ولسوالۍ کې شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې ۴۵ نور طالبان ټپیان شوي دي.

تراوسه طالبانو په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

Image copyright Abdulaziz Safdari
Image caption وروستیو ورځو کې هلمند کې د طالبانو مقابلې لپاره زرګونه سرتېري د جګړې لیکو ته تللي

مارجه د هلمند مرکز لښکرګاه ته نژدې سیمه ده چې له نادعلي ولسوالۍ بېله شوې او اوس خپلواک اداري واحد دی.

طالبانو له څو ورځو راهیسې د نادعلي پر مزکز خپل بریدونه پیل کړي او تېره ورځ (اسد/زمري ۱۸مه) رسمي سرچینو هلته د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د درنې جګړې خبر ورکړ.

د هملند رسمي سرچینو ویلي، د نادعلي پر مرکز د طالبانو یرغلیز برید دفع شوی او له دې سیمې د طالبانو ایستلو لپاره هلته زرګونه دولتي سرتېري راټول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د لښکرګاه ښار په لویدیځ کې ناوې ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو برید کړی.

Image copyright Abdulaziz Safdari
Image caption نادعلي په وروستیو ورځو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړي اصلي سیمه وه

لښکرګاه ته نژدې لویدیځه څنډه کې څو سیمو کې درنه جګړه ترډېره د افغانستان په سوېل کې پر یو له لویو ولایتونو د فشار راوستو لپاره پلان شوې ده.

خو ددې ولایت د والي ویاند عمر ځواک د دوشنبې په ورځ ددې پلان د خنثی کېدو خبره وکړه او ټینګار یې وکړ چې اوس په دغو سیمو کې جګړه د دولتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

هلمند په افغانستان کې د نشه یي توکو د تولید اصلي مرکز دی چې د دولتي سرچینو په وینا، هلته د نشه یي توکو تولید او قاچاق د طالبانو د عاید له اصلي سرچینو ده.