BBC
 شاته

مزار شریف ښار کې ځانمرګي برید کې یو کس وژل شوی

د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ په مزار شریف ښار کې د خوراکي توکو د پېر او پلور په یوه مارکېټ کې ځانمرګي برید یو کس وژلی او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان په شمال کې د پولیسو ۷۰۷ زون قومندان جنرال بابه جان بي بي سي ته وویل؛ ددې برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي.

چاودنه په سیمه ییز وخت د ورځې په ۱۲:۳۰ بجو شوې ده.

د مزارشریف ملکي روغتون چارواکو بي بي سته وویل، تراوسه د پېښې ۱۵ ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي چې له ډلې یې د درېیو کسانو وضعیت نازک دی.

په ټپیانو کې درې ماشومان او یوه ښځه هم ده.

Image caption برید په سیمه ییز وخت د ورځې په ۱۲:۳۰ شوی

مزارشریف کې د بي بي سي خبریال عنایت شهیر په وینا، دا چاودنه د پولیسو یوې پوستې ته نژدې شوې، خو امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.