شاته

غني: د سولې په خبرو کې باید د ښځو نظرونه واورو

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د افغانو ښځو په څلورم ملي سمپوزیم کې، چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو او د ثبات په راوستلو کې د ښځو پر اساسي رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو نظرونه واوریدل شي.

په داسې حال کې چې په تیرو شاوخوا پنځلسو کلونو کې، د افغانستان د سولې په خبرو کې ښځو ته لږه ونډه ورکړل شوې او د سولې په عالي شورا کې، چې د افغانستان د سولې د خبرو تر ټولو مهمه اداره شمیرل کیږي، د ګوتو په شمیر ښځې غړیتوب لري، اوس د افغانستان حکومت په دغه بهیر کې د ښځو د ونډې پر زیاتیدو ټینګار کوي.

په همدې موخه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د لومړۍ میرمنې په کوربه‌توب، 'ښځې د سولې پیغام‌رسونکې' په نوم یو درې ورځني سمپوزیم په کار پیل وکړ.

ولسمشر غني دغه سمپوزیم ته د وینا پر مهال، ښځې د روانې 'تحمیلي جګړې' لویې قربانیانې وبللې او ویې ویل، چې افغانې ښځې د جګړې لامل نه بلکې د دغې جګړې 'شهیدانې' دي.

ښاغلي غني وویل، د سولې لپاره د ښځو اقدامات ضروري دي او زیاته یې کړه " ضروري ده چې د ښځو نظرونه د سولې په اړه وارو، د هغوی اندیښنو ته غوږ ونیسو او دغه راز وړاندیز وکړو، چې په دې برخه کې خپل نظرونه راټول او تدوین کړي."

د افغانستان ولسمشر ډاډ څرګند کړ، چې دا سمپوزیم به د سولې د فرهنګ له تقویې سره مرسته وکړي او ملت او دولت ته به څرګند پیغامونه ولري.

د اروپا د اتحادیې د آسیا د برخې مرستیالې پاولا پمپولوني په دې سمپوزیم کې وویل، چې ښځې او سوله سره تړلي دي او زیاته یې کړه، په هغو ټولنو کې چې تلپاتې ثبات شته، لوی لامل یې د ښځو سیاسي او اقتصادي ځواکمنتیا ده.

آغلې پمپولوني وویل "افغانستان د سولې د ساتنې لپاره په ډیرو سختو حالاتو کې کار کوي، خو ښځې یوې مور، میرمن او خور په توګه کولی شي، چې د سولې په بهیر کې متفاوت نظرونه وړاندې کړي، موږ باید هغه پیاوړتیا، مقاومت او پیوستون چې ښځې یې په دې برخه کې لري هیر نه کړو."

دغه راز په کابل کې د ناروې سفیرې ماري سیکر د افغانو ښځو ملي سمپوزیم ته په وینا کې وویل، چې دا سمپوزیم به د ښځو په موټي کیدو کې مهم رول ولوبوي او زیاته یې کړه، چې هیواد به یې د سولې او امنیت په برخه کې د افغانستان له ښځو سره همکاري او د هغوی ملاتړ وکړي.

آغلې سیکر د سولې په بهیر کې د ښځو شاملول یو ښه ګام وباله او ويې ویل "شواهدو ثابته کړې چې موږ هغه مهال تلپاتې سولې ته رسیدلی شو، چې د سولې په خبرو کې ښځې ګډون ولري او د سولې د موافقو په عملي کولو کې حضور ولري. د سولې د پروسې د مشروعیت لپاره او د ښې نتیجې د ترلاسه کولو لپاره دا ډيره مهمه ده، چې ښځې د مذاکرې په میز کې حضور ولري."

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یو بیان کې ویلي، ملګري ملتونه به د افغانستان له ښځو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او ټینګار یې کړی، چې دغه اداره د سولې په بهیر کې د ښځو د ګډون لپاره له ټولو هڅو څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي یاماموتو ویلي"دغه درې ورځنی سمپوزیم ستاسو لپاره تر ټولو غوره فرصت دی تر څو خپلې تجربې سره شریکې کړئ، د خپلو لیدلورو په اړه سره خبرې وکړئ او په هغه ستراتیژۍ کار وکړئ، چې څرنګه ښځې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د رهبرۍ رول ولوبوي".

ټاکل شوې د ښځو په دغه درې ورځني ملي سمپوزیم کې افغانې ښځې د افغانستان د سولې په بهیر کې د خپلو تجربو، نظرونو او ونډې په اړه بحثونه وکړي او په پای کې به د سولې په خبرو کې د ښځو د ګډون د څرنګوالي په اړه خپلې غوښتنې او نظرونه افغان حکومت ته وړاندې کړي.