BBC
 شاته

هندۍ مېرمنه ۱۶ کاله وروسته د خوړو اعتصاب پایته رسوي

Image copyright EPA
Image caption ایمفال کې پر دیوالونو د مېرمن شارمېلا انځور

یوه هندۍ سیاسي فعاله تر ۱۶ کلونو وروسته غذایي اعتصاب پایته رسوي.

۴۴ کلنه ایروم چانو شارمیلا د ۲۰۰۰ میلادي په نوامبر میاشت کې د هند د شمال ختیځ مانیپور ایالت ایمفال سیمه کې په یوه کلي کې د وژنو په اعتراض د خوړو اعتصاب کړی و. شارمیلا اوس ویلي چې د سه شنبې په ورځ (اګست ۹مه) به په تېرو ۱۶ کلونو کې د لومړي ځل لپاره خپله خواړه وخوري.

مېرمن شارمیلا په دغه موده کې د جواهر لعل نهرو د طبي علومو موسسه کې بستري و او د پوزې له لارې تغذیه کېده.

ایمفال ته نژدې د "مالوم کلي وژنو" کې د "اسام وسله والو" لخوا چې د دولت ترڅارنې لاندې ډله ده، لس کسان ووژل شول. هغه مهال مېرمن شارمیلا چې ورته "د هند اوسپنیزې ښځې" لقب ورکړل شوی و وویل، تر هغه چې "د وسله والو ځواکونو ځانګړې واکونو" قانون پلې کېدل لغوه شوې نه وي، خپل غذایي اعتصاب ته دوام ورکوي.

ددې قانون له مخې، پوځ په ناامنو سیمو کې د پاڅونو او بلوا په ځپلو کې د پام وړ واک لري.

Image caption مېرمن شارمیلا په دې ۱۶ کلنه موده کې د پوزې له لارې تغذیه کېده.

ویل شوي چې د مېرمن شارمیلا د خوړو اوږدې مودې اعتصاب پایته رسولو پرېکړه کې د هغه د بریتانیایي – هندي ملګري رول اغېزمن و.

ټاکل شوې مېرمن چانو شارمیلا د سه شنبې په ورځ د "ځانوژنې هڅې" تور ته د ځواب ویلو لپاره محکمې ته حاضره شي. د هند په جزایي قوانیو کې ځانوژنه جرم ګڼل کېږي او ورته تر یوه کال بند په نظر کې نیول شوی دی. له نژدې دوو کلونو راهیسې، ځینو هندي حقوقپوهانو هڅې پیل کړي چې دا قانون لغوه شي، خو تراوسه نه دي بریالي شوي.

د ایروم چانو شارمیلا ملاتړي له هغې د بیان ازادۍ سرسخته ملاتړې، د هند آنګ سانګ سوچي او نلسن مانډېلا په توګه یادونه کوي او د هغې انځورونه یې د ایمفال په دېوالونو کښل شوي دي.

د مېرمن شامیلا د غذایي اعتصاب پایته رسېدل د "له هنده ووځه" غورځنګ له ۷۰مې کلیزې سره برابره ده چې له بریتانیا نه د هند د ازادۍ شعار بلل کېږي. دا مبارزه بالاخره ۱۹۴۷ کال کې بریالۍ شوه او هند د بریتانیا له استعماره خلاص او خپلواک شو که څه هم په دوو هېوادونو ووېشل شو.

Image copyright IAN THOMAS JANSEN LONNQUIST
Image caption اکل شوې مېرمن چانو شارمیلا د سه شنبې په ورځ د "ځانوژنې هڅې" تور ته د ځواب ویلو لپاره محکمې ته حاضره شي.