شاته

پاکستان کې د طالبانو په خواخوږيو د برید په ضد مظاهره وشوه

په پاکستان کې سلګونو کسانو د وسله والو طالبانو د غورځنګ د یو خواخوږي او ملګري ګوند په غړي باندې د داعش د برید په ضد مظاهره وکړه.

مظاهره د بلوچستان ایالت د کوټې په ښاره کې وشوه. دغو مظاهره کوونکو د پاکستان له حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې د داعش د وسله والو ډلو پر ضد قوي اقدامات وکړي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د جمیعت علماء اسلام د ګوند د یو غړي عبدالغفور حیدري د موټر په کاروان برید وشو چې لږ تر لږه ۲۸ تنه یې ووژل او څه باندې ۳۰ کسان یې ژوبل کړل خو ښاغلی حیدري سربیرن ژوبل شو.

دغه برید ته تر ډېره د طالبانو ضد برید په سترګه کتل کیږي. د پاکستان په ځینو نورو برخو کې هم د دغه برید په ضد مظاهرې وشوې.

د جمیعت علماء اسلام ډله چې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د ګوند ایتلافي ملګرې ده، د افغان وسله والو طالبانو سره نژدې اړیکې پالي او د هغوی ننګه کوي.

پر دې سربیره پاکستان هم له طالب مشرانو سره نژدې اړیکې لري او د طالبانو ډېرو مشرانو په دغه هېواد کې مدرسې ویلي او کابل وايي همدا اوس د طالبانو ډېر مشران په پاکستان کې اوسیږي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د اسوشیتډ پرس د وینا په اساس د هغو پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عملیات کوي چې په پاکستان کې دننه د پاکستان د حکومت پر ضد بریدونه کوي.

مګر د پاکستان په ګاونډ افغانستان کې بیا امریکايي او افغان ځواکونو د داعش ډلې، طالبانو او نورو وسله والو سره په جنګ دي.

اخوا د یکشنبې په ورځ د پاکستان په شمال-لویدیځ قبایلي سیمه کې وسله والو یو سیمه ییز حکومتي چارواکی او د هغه ساتونکي وژلي دي. لشکر جنګوي چې داعش سره نژدې اړیکې لري د دغه برید مسویت اخیستی دی.

افغانستان او پاکستان دواړه پر یو بل تورونه لګوي چې د یو بل په ضد وسله وال ساتي او روزي.