شاته

لغمان کې د 'طالبانو' توغندي پنځه ماشومان ووژل

د لغمان ولایت چارواکي وايي د طالبانو د توغندي په یو برید کې پنځه ماشومان وژل شوي دي.

پېښه د شنبې په ورځ د لغمان د مرکز مهترلام د عمرزیو په سیمه کې شوې ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ اشنا ته وویل "وسله والو طالبانو دا هاوان توغولی دی. تر دې یوه ورځ مخکې یې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې هم برید کړی و چې بیا په شا وتنبول شول، بیا یې توغندي وتوغول چې دا یو یې د ولسي خلکو په سیمه کې لګېدلی دی".

ښاغلي ځواک وویل چې د وژل شویو ماشومانو عمرونه تر ۱۲ کلونو کم دي. هغه وايي په دوی کې یوه نجلۍ او نور یې هلکان دي. دوه نور ژوبل شوي ماشومان روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

هغه وویل ماشومان په لوبو بوخت وو چې توغندی پرې پریوت.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. تر دې څه موده مخکې د همدغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په بسرام کې هم په یو ښوونځي توغندی لګېدلی و چې دوه ماشومان یې ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې روان جنګ په افغانستان کې په ۲۰۱۶ کال کې ۹۲۳ ماشومان وژلي او ۲۵۸۹ نور ژوبل کړي دي. ملګري ملتونه وايي د ماشومانو تلفات د ۲۰۱۵ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې ۲۵ فیصده زیات شوي دي.

د جنګي دواړه خواوې د ملکي تلفاتو پړه پر یو بل اچوي.