شاته

 انټرنټي وایروس د نړۍ ۱۵۰ هېوادونه اغیزمن کړي

د څه باندې ۱۰۰زره حکومتي او ناحکومتي دفترونو، روغتونونو او نورو تاسیساتو په کمپوټرونو انټرنټي بریدونه وشول.

دا انټرنټي برید د خپل ډول تر ټولو لوی او بیساری بلل کیږي چې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي. د اروپايي ټولنې پولیس وايي د دغه برید پوره اندازه به د دوشنبې په ورځ ( مۍ ۱۵) چې خلک د اوونۍ له رخصتۍ وروسته خپلو کارونو ته وګرځي، معلومه شي.

په دغه برید کې د برتانیا د روغتونونو او د جرمني د اورګاډي ملي شبکې هم زیانمنې شوې دي. د اروپايي ټولنې د پولیسو یو ویاند جان اوپ وویل چې د دغه برید له کبله خلکو ته اوښتي زیانونه تر اټکل بیخي زیات دي.

نوموړي وویل اوس وختي ده چې ووایو دا برید چا کړی او د څه لپاره یې کړی دی.

اسوشیتډ پرس وايي د انټرنټي کارپوهانو لپاره لویه ستونزه د دغه برید د پراخوالي او ظرفیت معلومول دي چې څنګه چې په چټکۍ سره دومره هېوادونه زیانمن کړل.

دغه انټرنټي ویروس چې یو کمپیوټر ته ننوت، بل نامصون کمپیوټر ته هم په اسانۍ ننوځي او بیا د کمپیوټر د روښانولو لپاره پېسې غواړي چې دا د انټرنټي غلو ښکاره نښه ده.

خو چارواکي وايي تراوسه چا پېسې نه دي ورکړي. غلو له ۳۰۰ ډالرو څخه نیولې تر ۶۰۰ ډالرو پورې غوښتل. دا بریدونه په اروپايي هېوادونو سربېره چین او روسیه هم سخت ځپلي دي او لا هم د دغه برید اصلي مرکز معلوم نه دی.

د دغه انټرنټي برید نور قربانیان په روسیې کې تیلیفونیکا شرکت، فیډکس کورپ او د فرانسې د ګاډي جوړولو رینالټ شرکت. په چین کې یې یو شمېر پوهنتونونه هم ځپلي دي.