BBC
 شاته

نيويارک ټايمز: پر طالبانو هوایي بریدونه ۵۰ سلنه ډېر شوي

نيويارک ټايمز:

Image copyright HMIC

نيويارک ټايمز ورځپاڼې هلمند ولايت کې د روانې جگړې په تړاو مطلب خپور کړى او د افغانستان حکومت د چارواکو په وينايي ليکلي، هوايي بريدونه نه دي توانېدلي چې طالبان په شا وتمبوي.

ورځپاڼه وايي، دولتي ځواکونه د طالبانو د پياوړي بريد شنډولو لپاره د امريکايي ځواکونو پر هوايي بريدونو خورا ډېر تکيه دي، خو بيا هم طالبان توانېدلي چې پر لښکرگاه ښار کړۍ تنگه کړي.

ورځپاڼې په دې وروستيو کې د هوايي بريدونو په کچه کې زياتوالي ته اشاره کړې او ويلي چې ٥٠ سلنه ډېره شوې، او دا بريدونه تر ډېره په ختيځ کې د داعش پر پلويانو او بيا په هلمند کې تر سره کېږي.

ورځپاڼې د ميوند قول اردو د وياند خبرې را اخيستې چې ويلي یې دي، لومړى د هوايي بريدونو په مټ طالبان کمزوري کوي او بيا به ځمکني عمليات پيلوي.

ایکسپرس ټريبيون:

Image copyright AFP

ایکسپرس ټريبيون د خپلې نننۍ گڼې يو مطلب کې چې د کوېټې پر روغتون بريد ته ځانگړى شوی ليکلي، د پاکستان د پوځ مشر راحيل شريف له بريد وروسته پر استخباراتي ادارو غږ کړى چې د هېواد په لر او بر کې د ترهگرو په وړاندې چاڼيز عمليات پيل کړي.

ورځپاڼې په کوېټه کې د شوي پروني بريد په تړاو د پاکستان د پوځ وياند وينا را اخيستې چې وايي؛ ترهگرو په خيبر پښتونخوا کې له ماتې خوړلو وروسته اوس خپل پام بلوچستان ايالت ته اړولى.

گارډين:

Image copyright Getty

د انګلستان چاپ گارډين ورځپاڼې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو موضوع ته پام اړولى.

دغې ورځپاڼې سوداگرۍ نړېوالې ټولنې کې د بريتانيا پخواني استازي رودرېک رېبوټ له خوله ليکلي؛ د بريتانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ راتلونکو دوو کلونو کې ښايي يو سوداگرييز تړون وشي، خو بريتانيا به بيا هم د خلکو د آزاد تگ راتگ په برخه کې په رعايت ترلاسه کولو کې بوخته وي.

واشنگټن پوست:

امريکا چاپې واشنگټن پوست ورځپاڼې د يوۀ امريکا مېشتي هندي وگړي قضيې ته پام کړى چې د گاډو د يوۀ پلورنځي په وړاندې يې په محکمه کې دعوى کړې.

سورجيت بسي ادعا کړې چې د پلورنځي مدير له دې امله ورته د يوۀ لوکس گاډي له پلورلو ډه ډه کړې چې شونې ده نوموړى دا گاډى طالبانو ته ولېږدوي.

د ورځپاڼې په وينا د گاډو دغه پلورنځي د ښاغلي بسي مالي وړتيا وارزوله او نوموړى بريالى وخوت، خو وروسته ورته وويل شول چې گاډى ورته نه شي پلورلى ځکه دى له داسې يوې سيمې راغلى طالبانو ته د گاډو د لېږد خطر په کې ډېر لوړ دى.