د پاکستان او چین د اقتصادی گودر د جوړولو پروژه او په بلوچستان کې وسله وال بغاوت
پاکستاني چارواکي وايي په موټر سایکل سپرو وسله والو د بلوچستان په صوبه کې ګوادر ښار ته نږدې د پشکان او کنت په سیمه کې په ١٠تنه کارگرانو هغه مهال ډزی کړی او وژلی چې په یوه پراختیاېي پروژه کي په کا ر بوخت ول.
په دهغو کارگرانو برید د شنبې په ورځ شوي . د برید ورستهب رید کوونکي تښتیدلې دی.
د بلوچستان په صوبه کې،د بلوڅو د ېوې بیلتون غووښتنکې د ډلی، ویاند اژانس فرانس پریس ته ټیلې فون کړی اود دی برید مسؤلیت یی منلې دی.
بلوچستان صوبه د معدنو ډیرې زیاتی منابع لري، خو د څو لسیزو رایسي وسله وال بغاوت او فرقوي وژنو ځپلي ده. په دغه صوبه کې وسله والو پخوا هم یو شمیرهغه کارگران وژلي وو چې له نورو ځاېونو څخهدلته د کارونو دپاره ورغلي دی . وسله وال هغوئ ورته د بهرینانو په سترگه ورته گوري او فکر کوي د دوئ ځمکې نیسي.
د بلوچستان نیشنل گوند یو مشراو پخواني سناتورثناه بلوڅ په خپل ټویټر کې په کلکه د بې وسلې ملکي وګړو وژنه غندلې ده او لیکې، چې سیاسي هداف د وینو تویولو او د تو پکونو دلاری نه شي تر لاسه کیداي.
یوه حکومتي چارواکې منیر زمرۍ اژانس فرانس پریس ته وویل «گوادر ته نږدی په موټر سیکل سپرو دوه وسله والو کسانو د ساختمانې په کارگرو د پشکان او کنت په سیمه کې ډزی کړی دی،،.
هغه زیاته کړه چې ،،یوه کارگر په پیښه کې ټپې شوي دی او په محلی روغتون کې د درملنې لاندی دی،،.
دغه پیښه یو بل ځاي چارواکې نیعم بازیی هم تاید کړی او ویلې چې د ټول کارگر د پاکستان د سیند ایالت اوسیدونکې ول.
امنیتې چارواکو د پاکستان ډان ورځپاڼې ته له دی مخکې ویلې وو چې وسله وال هڅه کوي چې د پاکستان او چین د اقتصادی گودر د جوړولو کار گډوډ کړي، او د ٢٠١۴ کال رایسي ېې ۴۴ کارگر وژلی دی، چې ټول پاکستانیان وو.اکثره د نورو صوبو اوسیدونکې وو.
بلوچستان د پاکستان په څلورو ولایتونو کې د تر ټولو لوی ولایت اونږدې اوه میلیونه اوسیدونکي له اوږدې مودې رایسي د فډرالي حکومت څخه شکايت لري چېدوئ ته په عادلانه توگه د خپل ګازو او منرالونو برخه نه ورکوي.
خو په دی ورستو کلونو کې د پاکستان حکومت د سولې او پرمختگ دپاره په دی صوبه کې پراخ اقدامات پیل کړي چې له امله ېې په تشدد کې د پام وړ کمی راغلی دی.
په دهغو اقداماتو کې د چین پاکستان اقتصادی گودر (سي پیک) د جوړولو کارهم شامل دی چې د پرمختیاییلویه پروژه ده. دغه پروژه به بیجنیگ ته د بلوچستان صوبي د گوادر د بندر د لاری عرب سمندرګي ته لاره ورکړي.
دغه پیښه په داسي وخت کې شوي چې د پاکستان صدراعظم چین ته تللې او د شنبې په ورځ ېې په بیجنگ کې د هغو دواړو هیوادون په مختلیفو سیکټورونو کې د همکاري څوموافقي لاسلیک کړي، چې گوادر بندر د جوړولو موافقه هم پکشي شامله ده.