BBC
 شاته

ترکي کې له یو میلیون د ډېرو کسانو لاریون

پرون تر یو میلیون ډېر کسان ترکیه کې سړکونو ته ووتل. دلته یې د تېرې اوونۍ ناکامه کودتا په اړه مظاهره وکړه. بل پلو، حکومت د امرېکا مېشتي عالم فتح الله ګولن پلویان لا هم لټوي. پر هغه تور دی چې کودتا یې پلان کړې وه. خو ډېری هغه سرتېري چې کودتا کې یې برخه درلوده وايي هېڅ خبر نه و چې کودتا وه ځکه وايي افسرانو یې ورته ويلي چې تش یو تمرین دی.