شاته

ټرمپ د ایف بي آی مشر کومي له دندې گوښه کړ

د امریکا جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ پرون د سه شنبې په ورځ په ناڅاپي ډول د فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آی مشر جیمز کومي د دندې نه برطرفه کړ. ښاغلي ټرمپ د ایف بي آي مشر کومي د تیر کال د انتخاباتو په دوران کې د هلري کلنټن د ایمیلونو د تحقیقاتو په تړاو د دندې لیري کړ. ټرمپ ویلي چې جیمزکومي اوس د دغې ادارې د مشرۍ قابلیت نلري.

ښاغلي ټرمپ کومي ته په یو لیک کې لیکلي "دا ډیره ضروري ده چې مونږ د ایف بي آي لپاره یو نوی مشر وټاکو چې په دغه ادارې د خلکو باور او اعتماد یو ځلي بیا پیدا شي."

ټرمپ په دغه لیک کې زیاتوي چې هغه د څارنوال جیف سیشن په سپارښتنه کومي د دندې لیرې کړ.

د ایف بي ای پخوانې مشر کومي په هغه تحقیقاتو کې شریک و چې د هیلري کلنټن نه د ایمیلونو په هکله ترسره شول. په هیلري کلنټن باندي دا تور وو چې کله د بهرنیو چارو وزیره وه نو د خپل شخصي سسټم نه یې استفاده کړي وه او د محرمو معلوماتو په برخه کې یې بی غوري کړي وه.

کومي د جمهوری ریاست د انتخاباتو نه مخکې د جولايي په میاشت کې وویل چې د بهرنیو چارو د پخوانې وزیرې هیلري کلنټن لخوا د رسمي کارونو لپاره د شخصي ایمیل د کارولو په هکله د هر اړخیزو تحقیقاتو نه داسې معلومیږي چې په هغې کوم الزام نشی لګیدلی خو د انتخاباتو نه یواځي اته ورځې مخکې یې د ایمیلونو په هکله یو ځلې بیا تحقیقات شروع کړل

هیلري کلنټن تیره اونۍ د سي این این ټلویژن ته په یوه ځانگړي مرکه کې وویل چې د کومي د لاسه یې انتخابات وبایلل.