شاته

پاکستان افغان محصلین غیر رسمي پوهنتونونو ته لیږلي

ځيني افغان محصلین وایي چې د پاکستان په تحصلي بورسونو یې زده کړې کړي، خو اسناد یې نه منل کیږي او له دې درکه د لوی مشکل سره مخامخ دي.

ددغو محصلینو استازو په سه شنبې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال ته وویل چې د پاکستان حکومت د بورسونو یا سکالرشیپ د پروګرام له لاري دوې هغو پاکستاني پوهنتونونو ته استول چي پخپله په پاکستان کې په رسمیت نه پیژندل کیږي.

د پاکستان د چارو کارپوه نفیس ټکر وایي چې د حکومتي بورسونو بودیجه د "شخصي پیژندنې په اساس" د لوړو زده د وزارت له خوا یو شمیر پوهنتونونو ته ورکول کیږي چې ځنې دغه ډول پوهنتونونه د لوړو زده کړو د کمیسیون په لست کې موجود نه وي.

بلال احمد جلال وایي دوی په ٢٠١٣ کې په بورس باندې راغلي چې په کابل کې د پاکستان سفارت د "لاهور آی سي بي ایس کالج " ته معرفي کړي وو. دغه کالج د Imperial College of Business Studies نومیږي چې بلال احمد جلال اوس ددې کالج د میکانیکل انجینرنگ، د اتم سمستر په زده کړو بوخت دی.

احمدجلال وایي د دوی نه مخکې محصلین چې فارغ شوي لس میاشتې کیږي چې د سند د ترلاسه کولو په انتظار دي.

هغه وایي دوه میاشتې وروسته دوی هم فارغیږي او په همدې خاطر راټول شوي دي چې سرنوشت یې معلوم شي، ځکه د هغه په ونیا مخکني فارغان لا هم په کابل کې د دندو د ترلاسه کولو پیسې سرگردان گرځي.

د ښاغلي جلال په وینا افغان سفیر ښاغلي زاخیلوال ورته ویلي چې ددې مسلې په اړه له پخوا نه خبر دی او سفارت هڅه کوي چې دې ته یوه حل لاره پیدا کړي. هغه وایي افغان سفیر درې اونۍ وخت غوښتې او هیله یې څرگنده کړې چې ددې دورې د محصلینو له فراغت دمخه دا موضوع حل شي.

په پاکستان کې د افغان محصلینو د اتحادیې مشر فریدالله ځاځي د امریکا غږ ته وویل چې اوس نژدې ٧٠٠٠ افغان محصلین د پاکستان په مختلفو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي چې ددغو محصلینو زیات شمیر په نړیوال اسلامي پوهنتون کې دي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز، څه موده وړاندې ویلي وو چې هیواد یې لومړی ځل په ٢٠١٠ کال کې افغانستان ته د تحصلي بورسونو امکان برابر کړ چې له مخې یې ٢٩١٢ افغان محصلینو ته د طب، انجنیرۍ، کمپیوتري علمومو، بانکدارۍ او مالي چارو د زده کړو زمینه برابره شوه.

ښاغلي عزیز ادعا کړې چې د پاکستان د پوهنتونونو نه نژدې ۴٨ زره فارغ شوي افغانان د افغانستان په مختلفو ساحو کې په کار بوخت دي.