شاته

اروپایي ټولنې او حکمتیار د سولې پر بهیر خبرې وکړې

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی فرانز مایکل میلیبن وايي، سوله ممکنه ده او په ټولو خواوو غږ کوي چې د سولې بهیر سره یوځای شي او یو سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.

مایکل میلیبن له ګلبدین حکمتیار سره د افغان حکومت سوله یو مثبت ګام وباله.

د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازي فرانز مایکل میلیبن ددې پر دې مهال وویل چې سوله په افغانستان کې ممکنه ده او له ټولو خواوو غواړي چې سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.

میلیبن له حکمتیار سره د حکومت د سولې هرکلی وکړ خو وویل چې د حکمتیار د تېر او د اینده په اړه سختې پوښتنې شته. ښاغلی میلیبن وايي، طالبان د ملکي وګړو په وژنه جنګي جرم کوي.

‪"طالبانو جنګي جرمونه کړي ځکه دوی افغان ملکي وګړي په نښه کوي. دا یو مایوسوونکی حقیقت دی. مونږ په طالبانو غږ کوو، چې دوی دې په افغان ملکي وګړو بریدونه بند کړي‪".

سږ کال د افغان ځوانانو دی

د اروپا ورځ سږ کال په اروپايي هیوادونو او د اروپايي اتحادیې په استازولیو کې نمانځل کیږي. ددې کال د اروپا د ورځې نمانځنه افغان ځوانانو ته ځانګړې شوې ده.

د اروپايي اتحادیې له لوري سږ کال د اروپا د ورځې نمانځنې ته د ځوانانو د ګڼو بنسټونو نه یو شمېر ځوانان دې نمانځغونډې ته بلل شوي وو.

د شپږو اروپايي هیوادونو نندارتون هم وو. یو شمېر افغان ځوانان وايي، بې کاري یې تر ټولو لویه ستونزه ده ځېنې بیا یوازې د جنګ ختمېدل غواړي.