شاته

د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ۳.۶ ٪ ته لوړه شوې

د مرکزي احصایي چارواکي وايی، په تیر ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت د اوړم کال پرتله ښه وو او دغه هیواد د ۱۳۹۴ کالد اقتصادي د ودې د کچې پرتله په تیرکال کې نږدې پنځه فیصده ډیره وده لرله.

افغانستان د مرکزي احصایي د ریاست سرپرست شیرمحمد جامي زاده، نن د سه شنبې په ورځ د د ۱۳۹۵ هجري شمسي کال د احصائیوي عمده ارقامو او شاخصونو د پایلو اعلان پر وخت خبریالانو ته وویل، چې په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه منفي ۱،۶ فیصده وه، چې تیرکال دا اندازه ۳.۶ فیصدو ته لوړه شوې ده.

ښاغلي جامي زاده وویل " په ۱۳۹۵ کال کې د تولید مجموعي ارزښت شل اعشاریه درې ملیارده ډالر دی، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۴ کال کې دا اندازه نوولس اعشاریه شپږ ملیارده ډالر وه، چې په دې ځای کې هم درې اعشاریه یو فیصد زیاتوالی تاسو ګورئ".

د افغانستان د مرکزي احصایي په دغو شمیرونو کې د افغانستان د نفوسو شمیر ۲۹.۷ میلیونه تنه ښودل شوی او ویل شوي چې په افغانستان کې د ښځو پرتله د سړو شمیر زیات دی.

د دغو شمیرونو له مخې د افغانستان د نفوسو ۱۴،۵ میلیونه یې ښځې او ۱۵،۲ میلونه یې سړي دي.

د مرکزي احصايي د شمیرونو له مخې په ۱۳۹۵ کال کې د ۱۳۹۴ کال پرتله په افغانستان کې د خلکو په ملي عاید کې هم اته ډالره زیاتوالی راغلی او اوس په اوسط ډول د هرافغان عاید ۶۹۶ امریکایي ډالرو ته رسیږي.

اوړم کال دا اندازه ۶۸۸ ډالره وه.

د دغو شمیرونو له مخې په افغانستان کې تیرکال د اوړم کال پرتله د سوداګرۍ کچه هم شاوخوا یو ملیارد ډالر راکمه شوې او د صادراتو کچه بیا څلور اعشاریه پنځه فیصده د اوړم کال پرتله زیاته شوې ده.

د افغانستان د مرکزي احصايي د شمیرونو له مخې تیرکال د افغانستان د وارداتو کچه شپږ اعشاریه پنځه ملیارده ډالرو ته رسیدلې چې دا اندازه په اوړم کال کې اوه اعشاریه اوه ملیارده ډالره وه.

همداشان په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان صادراتو کچه ۵۹۶ میلیونه ډالره وه، چې په اوړم کال کې بیا دا اندازه ۵۷۱ میلیون ډالره وه.