شاته

سپینه ماڼۍ: په شمالي کوریا کې د امریکایي تبع بندي کیدو اندیښمن کړي یو

د سپینې ماڼۍ ویاند د دوشنبې په ورځ ویلي چې په شمالي کوریا کې د امریکایي تبع بندي کیدو اندښمن کړیدي. دا څلورم امریکایي دی چې شمالي کوریا په خپل ملک کې نیولی دی.

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپائسر خبریالانو ته وویل "بی له شکه، دا ډیره د اندیښنې وړ خبره ده. مونږ خبر یو او کوښښ کوو چې د سویډن د سفارت په مرستې دغه مسئله حل کړو."

د شمالي کوریا دولتي ټلویژن د امریکايي تبع د نیولو په هکله ویلي چې کم هاک د پیونگ یانگ په پوهنتون کې کار کاوه. هاک یې د شمالي کوریا په خلاف د پارونکو فعالیتونو په شک نیولی دی.

شمالي کوریا تر اوسه څلور تنه امریکایي اتباع نیولي دي. امریکا د ١٩٥٠ کال راهیسې د دواړو کوریاگانو د جنگ نه وروسته د پیونگ یانگ سره دپلوماتیکې اړیکې نلري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي دي چې د دغو امریکایانو د نیولو نه دا څرگندیږي چې شمالي کوریا ته سفر د خطرونو نه ډک دی.

د جاپان مطبوعاتو د دوشنبې په ورځ رپورټونه خپاره کړي چې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو په وزارت کې د شمالي امریکا د چارو مشر چاؤ سن هوي اروپا ته سفر کوي او هلته به د امریکا د پخواني حکومتي چارواکو سره یو غیر رسمي ملاقات وکړي.

دا غیر رسمي خبري په داسي وخت کې کیږي چې د امریکا او شمالي کوریا اړیکي د اتومي وسلو په سر ډیرې سختې خرابې شويدي. د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د دورې د پیلیدو نه وروسته دا لومړې ځل دی چې د دواړو ملکونو چارواکي غیر رسمي ملاقات کوي.

داسي تمه کیده چې د شمالي کوریا یو هیت به د مارچ په میاشتې کې امریکا ته سفر وکړي خو امریکا دغه هیت ته هغه وخت د ویزو ورکولو نه انکار وکړ چې د کوالا لمپور په هوایي ډگر کې د کیم جان اون نا سکه ورور ووژل شو. امریکا وایي دغه قتل شمالي کوریا کړیدی.