BBC
 شاته

افغان چارواکی وايي، د "اسلامي دولت" نومې ډلې د "خراسان" مشر حافظ سعيد وژل شوی

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې پوځي چارواکی وايي په سيمه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) مشر، حافظ سعيد د امریکايي ډرون يا بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

د افغان پوځ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند جنرال شيرين اقا فقيري بي بي سي ته وويل، نوموړی "په تېرو څو ورځو کې وژل شوی".

ښاغلي فقيري يې د وژل کېدو پخلی وکړ.

"اسلامي دولت" نومې ډلې او يا هم امریکايانو د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

نوموړی وايي د داعش ډلې پر ضد عملياتو کې د دغې ډلې يو شمېر نور وسله وال هم وژل شوي او درانه زيانونه ور اوښتي دي.

تېر کال هم د حافظ سعيد د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و چې وروسته ناسم ثابت شو.

په وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد د ګڼو عملياتو راپورونه ورکول کېږي.

داعش ډلې افغانستان، پاکستان او شاوخوا سيو ته د "خراسان ولايت" نوم ورکړی او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته يې فعاليتونه ليدل کېږي.

حافظ سعيد د اورکزيو دی او د پاکستاني طالبانو تحريک کې د اورکزۍ سيمې مشر و.

په ۲۰۱۳ کال کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د حکيم الله مسعود له وژل کېدو وروسته نوموړی د پاکستاني طالبانو له تحريکه جلا شو او ځانته يې ډله جوړه کړه، چې بيا له داعش سره يو ځای شو.

په عراق او سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې تر راڅرګنده کېدو وروسته نوموړی د خراسان ولايت مشر ټاکل شوی و، دی په افغانستان او شاوخوا سيمو کې د د دغې ډلې يو له مهمو او لومړنيو کسانو ګڼل کېږي.