شاته

له پاکستان سره د افغانستان، ایران او هند ګډه ستونزه – ترهګري

افغانستان او هند له ډيرې مودې راهیسې په پاکستان کې د مېشتو اورپکو اسلامپالو ډلو په تړاو اندیښنې لري، اوس ایران هم ګواښنه کړې.

تهران اسلام اباد ته خبرداری ورکړی که په خپلې خاورې کې یې د ایران ضد سوني اورپکو په ضد اقدام ونکړي، تهران به پاکستان کې دننه د دغو ډلو بنسټونو باندې برید وکړي.

د ایران لوی درستیز برید جنرال محمد باقري د دوشنبې ( مۍ۷) په ورځ وویل "که ترهګریز بریدونه دوام وکړي نو مونږ به د یاغیانو مرکزونه او کړۍ په هماغه ځای کې وولو چې په کې اوسيږي".

ښاغلي باقري دا څرګندونې د جیش العدل په نامه د سني ډلې د هغه برید په غبرګون کې وکړې، چې څو ورځې مخکې یې له پاکستان سره په سرحد کې د ایران شاوخوا لس سرتېري ووژل. باور دی چې دا ډله په پاکستان کې دننه فعاله ده.

پر ایران سربېره هند او افغانستان هم په وار وار پر پاکستان تور لګولی چې اورپکې ډلې په خپلې خاورې کې پالي او د ګاونډیو هیوادونو د بې ثباته کولو لپاره یې کاروي.

د پاکستان حکومت تل دا تورونه رد کړي دي چې ګنې په خپلې خاورې کې یې اورپکو ډلو ټپلو ته ځای ورکړی دی.

ستونزمن ګاونډی

اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان څه کولی شي چې له خپلو ګاونډیاو سره یې اړیکې ښې او په اینده کې ښه روابط ولري.​

په پېښور کې د باچا خان د څيړنيز مرکز مشر او سیاسي مبصر خادم حسین وايي نور علتونه به هم وي خو دوه علتونه ښکاره دي او هغه دا چې پاکستان تقریبآ له خپل هر ګاونډي سره مشکل لري.

ښاغلي حسین امریکا غږ اشنا ته وویل "لومړۍ د پاکستان سټبلشمنټ (پوځ او استخبارات) کې پالیسي جوړونکي داسې تګلارې جوړوي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د حکومت ضد ډلو ټپلو سره روابط وساتي او له دې لارې په دغو هېوادونو کې خپل اثر او نفوذ ولري. دویمه خبره دا ده چې په سټبلشمنټ کې داسې کسان شته چې په فکري ډول په ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ کې د جهاد او جهادي ډلو ننګه کوي او دغه کار ته یې مذهبي رنګ ورکړی دی، د همدې لپاره یې ګاونډیو هېوادونو سره مشکل پیدا شوی، اعتماد ته یې زیان رسېدلی او د جنګ اقتصاد رامنځ ته شو".

خادم حسین وايي پاکستان باید د خپلو ګاونډیانو په ضد د اورپکو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او د جنګ د تګلارې پر ځای دې اقتصادي تګلارو ته مخه کړي.

هغه وايي "پاکستان باید په خپلې بهرنۍ تګلارې کې اساسي او بنیادي تغیرات راولي. تګلاره باید د پارلمان سره په مشورې جوړه شي، نه د سټبلشمنټ له لوري. دویم دا چي پاکستان باید د جنګي ډلو له لارې په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې د نفوذ ساتلو پر ځای له دغو هېوادونو سره تجارتي اړیکې قوي کړي او دريیمه دا چي پاکستان باید د جنګي او د حکومتونو د مخالفو ډلو پر ضد مستقیمآ د حکومتونو سره روابط وپالي او روابط ښه کړي".

ایران داسې مهال پاکستان ته د اورپکو د ځپلو خبره کوي چې د اسلام اباد اړیکې هم له کابل او هم له ډیلي سره ښې نه دي. په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په کابل او بلخ کې په روغتون او قول اردو کې د طالبانو او داعش جګړه مارانو ډلې بریدونه وکړل او لسګونه کسان یې ووژل، افغان چارواکي وايي په افغانستان کې د روانې جګړې تر شا مخامخ د پاکستان لاس دی او په خپلې خاورې کې یې د طالبانو مشرانو ته ځای ورکړی دی.

د جمو او کشمیر په اړه د هند او پاکستان لانجه خو له کلونو راهېسې روانه ده او ډیلي پاکستان تورنوي چې وسله والې اورپکې ډلې روزي، ځای ورکوي او بیا د هندي ځواکونو سره یې جنګ ته استوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.