شاته

ایران وایي دننه په پاکستان کې به د ترهگرو مرکزونه وولي

د ایران د وسله وال پوځ لوی درستیز د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که اسلام آباد د ایران سره په پوله د سني جنگیالیو د بریدونو مخنیوی ونکړي تهران به دننه په پاکستان کې د یاغیانو د پټیدو ځایونه په نښه کړي.

تیره میاشت لس ایراني سرحدي ساتونکي سخت دریځو وژلي وو. ایران وایي دا د جیش العدل په نامه د سني سخت دریځې ډلې کار دی چې ایراني ساتونکي یې دننه د پاکستان نه پر لېرې ویشتونکو ټوپکو ویشتلي دي.

د ایرنا خبري اژانس د ایران د وسله وال پوځ د لوی درستیز برید جنرال محمد باقري له خولې لیکلي دي چې "مونږ ددغه وضعیت دوام نه شو منلی". هغه ویلي تمه لري چې پاکستاني چارواکي سرحد کنترول کړي، تروریستان ونیسي او د هغوی مرکزونه وتړي.

جنرال باقري زیاتوي چې "که ترهگریز بریدونه دوام وکړي نو مونږ به د یاغیانو مرکزونه او کړۍ په هماغه ځای کې وولو چې دوی په کې اوسيږي".

د ایران او پاکستان ترمنځ په بلوچستان کې سرحدي سیمه له اوږدې مودې راهیسې د مخدره توکو د قاچاقبرانو او د جدایي غوښتونکو یاغیانو د شتون په وجه نارامه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف تیره اونۍ پاکستان ته تللی و او د هغه هیواد د صدراعظم نواز شریف نه یې وغوښتل چې د سرحد امنیت ته پاملرنه وکړي. پاکستان ایران ته ډاډ ورکړ چې د هغه هیواد سره گډې پولې ته به نورې قواوې هم واستوي.

په ٢٠١۴ کې ایران گواښ کړی و چې د پنځو ایراني سرحدي ساتونکو د خلاصون لپاره به چې د جیش العدل ډلې تښتولي دي، پاکستان ته عسکر واستوي. پاکستان هغه وخت په ځواب کې ویلي وو چې دغه ډول کړه به د نړیوال قانون نه تیری وي او ایراني قواو ته یې خبرداری ورکړی و چې له پولې نه تیر نشي.

ایران د قواو له استولو نه هغه وخت ډډه وکړه چې یو محلي سني عالم مسله حل کړه چې په نتیجه کې څلور ایراني سرحدي ساتونکي څو میاشتې وروسته خوشې شول، خو یو یې سخت دریزو وژلی و.

جیش العدل یوه سني سخت دریځه ډله ده چې پر ایراني امنیتي قواو یې څو ځلې بریدونه کړي دي. هغوی وایي چې دا کار یې په ایران کې د سني اقلیت پر وړاندې د توپیري سیاست په وجه کړی دی.

دغه ډلې د ٢٠١٥ کال په اپریل کې د اتو ایراني سرحدي ساتونکو د وژنې مسولیت هم منلی و. همداشان دې ډلې د ٢٠١٣ کال په اکتبر کې ١۴ ایراني سرحدي ساتونکي وژلي وو.

رپوټ: د رویترز خبري اژانس