شاته

ایران وایي د مکې مدینې پرته به د سعودي هر ځایې په نښه کړي

د ایران د دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ ویلي دي چې که سعودي عربستان کوم "غیر منطقي او جاهلانه " عمل وکړ نو هغوي به د مقدسو مذهبي ځایونو نه پرته د سعودي په هر گوټ حمله وکړي. د یادوني وړ ده چې د ایران د دفاع وزیر دغه خبرې د سعودي عربستان د ولیعهمد د مرستیال د هغه گواښ نه وروسته کړیدي چې وایي جنگ به ایران ته انتقال کړي

د ایران د دفاع وزیر حسین دهغان دولتي ټلویژن تسنیم ته وویل "که سعودي څه جاهلانه اقدام وکړو نو مونږ به د مکې او مدینې نه بغیر د دغه ملک هره یوه سیمه په نښه کړو."

هغه په یمن کې د سعودي عربستان قواوو ته په اشارې وویل "سعودي دا فکر کوي چې هغوي هر څه کولی شي ځکه چې دوي هوایي قواوې لري."

ښاغلي دهغان دغه خبرې د سعودي عربستان د ولیعهد د مرستیال محمد بن سلمان د څرگندونو په ځواب کې کړیدي. محمد بن سلمان د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د سنيانو او شیعه گانو د نفوذ لپاره جگړه به په سعودي کې نه په ایران کې کیږي.

سعودی عربستان او ایران دواړه په منځني ختیځ کې د نفوذ د پراخولو لپاره هڅې کوي. دواړه ملکونه په سوریې کې د مخالفو خواوو طرفداري او ملاتړ کوي. ایران د سعودي هغه تورونه ردوي چې گوندي په یمن کې د حکومت په ضد د حوثي یاغیانو سره مرسته کوي او وسله وال د سعودي په ضد د ورانکاریو لپاره ریاض او نورو سیمو ته استوي.

د سعودي عربستان د ولیعهد مرستیال د سه شنبې په ورځ په یوې مرکې کې وویل چې د ایران سره به خبري ونکړي. هغه په ایران تور ولگاوه چې نیت لري د اسلامي نړۍ مشري وکړي او ژمنه یې وکړه چې د ایران نه به د خپل ملک دفاع کوي. هغه وویل "مونږ خبر یو چې مونږ د ایران د حکومت هدف یو خو مونږ به دیته انتظار ونکړو چې دوي سعودي ته دغه جنگ انتقال کړي بلکه مونږ به دغه جنگ ایران ته یوسو."