شاته

د فرانسې د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات خلاص شول

په فرانسې کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم دور رای اچونې پای ته ورسیدل. اکثره فرانسویان وایي دا د هیواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو جنجالي ټاکنې وې. له دې ټاکنو وروسته به فرانسه لا جهاني کیدو Globalization خوا ته روانه شي او یا به د دې لامل شي چې فرانسه د اروپایي اتحادیې نه بهر ځانته جلا لاره غوره کړي.

د فرانسې د دویم دور د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ کاندید ایمنوېل مکرون په اروپايي اتحادیې کې د پاتې کېدو په شعار انتخابات پیل کړل او سیاله یې مرین لوپین چې ملتپاله ښې اړخې ده له اروپايي اتحادیې د وتلو شعار په خپلو کمپاینونو کې مخته وړل.

د یکشنبې د انتخاباتو وروسته به ښکاره شي چې فرانسویان کوم یو د ولسمشر په توګه انتخابوي.

د فرانسې یوې اوسیدونکې دنیسه دولیاند ویل"ضروري نده چې د دغو دواړو کاندیدانو سره موافقه اووسم. خو زه غواړم چې خپل غږ اوچت کړم. که څه هم زه د هغه څه نه چې په هیواد کې روان دي خوشاله نه یمه خو هیله لرم چې لږ حماقت او ډیر وروولي وگورم."

مرین لوپین

مرین لوپین غواړي که چېرې د فرانسې جمهور رئیسه شي نو د بریتانیې په څیر به فرانسه د اروپایي اتحادیې وباسي. همدارنگه هغه فرانسې ته د مسلمانو کډوالو د راتگ مخالفه هم ده. د لوپین دریځ ته په کتو نړۍ دې سیالۍ ته پام ورگرځولی.

د پاریس بله رای اچونکې میرمن دوپولت وایي " ما لوپین ته رایه وکړه ځکه زه هیله لرم هغه داسې څه وکړي چې مونږ یې غواړو. هغه بدلون راولي."

د سروې گانو له مخې منځلاری کاندید ایمنوېل مکرون چې په لومړي دور انتخاباتو کې هم بریالی و د ٦٣ پر ٣٧ فیصده امتیازاتو له خپلې سیالې مخکې دی.

ایمنول مکرون

مکرون بیا د لوپین بلکل مخالف نظر لري. دغه پخواني بانکدار بیا بیا ویلي چې په دې باور دی چې نړۍ په جهاني کیدو کې بیرته په شا نه ځي.

ایمنول د رای اچونې نه لږ شیبه وروسته خپلو پلویانو ته وویل "رای مو واچوله، اوس یې نو قسمت ته پریږدو. ما له خپلو خلکو وغوښتل چې لاړ شي او د خپل دغه مهم حق وکاوري. ډیرو خلکو د خپل د دغه حق د لاسته راوړلو لپاره مبارزه کړې ده."

د فرانسویانو اختلافات

په فرانسې کې ژور اختلاف د دواړو کاندیدانو په وروستۍ مناظرې کې راڅرگند شول. د فرانسې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د تیرې اونۍ په مناظرې کې دواړو کاندیدانو پر یوبل کلک انتقادونه وکړل او یو بل ته‌ يې سپک الفاظ وکارول.

که څه هم دواړه کاندیدان په فرانسه کې دننه خپل پلویان لري خو ځينې دواړه کاندیدان نه خوښوي.

متقاعده کبریله لیبي وایي "زه د خپلو لمسیانو او د دې نړۍ لپاره اندیښمنه یم. زه د راتلونکې لپاره اندیښنه لرم. ما خو خپل ژوند تیر کړی، خو زه د نورو لپاره، د فرانسې لپاره اندیښمنه یم."

تنکي ځوان یاسین بن سلیم چې د لومړي ځل لپاره یې رایه واچوله وویل"زه کین اړخی یم او سره له دې چې یو هم زما د خوښې کاندید نه دی بیا هم راغلی یم چې د لږ بد لپاره رایه ورکړم."

امنیتي تدابیر

فرانسویانو د یکشنبې په ورځ د رایو اچولو په شپږ شپیته زره مرکزونو کې له سهاره رایه اچول پیل کړل او د مازیګر تر پنځو بجو پورې یې دوام درلود.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت په وینا د ورځې تر نیمایي پورې د رأیو په شرایطو برابر ٢٨ فیصده خلکو خپله رأیه کارولې وه چې دا شمیر د پنځو کالو مخکې په پرتله ډیره کمه ده.

د فرانسې حکومت پنځوس زره امنیتي ځواکونه، پولیس او عسکر گمارلي چې په پاریس، نیس او د فرانسې په نورو ښارونو کې د رایو مرکزونو کلک امنیت وساتي.

فرانسه اوس هم د یو شمیر سخت دریځه اسلامپالو د بریدونو له امله چې پکې څه د پاسه ٢٠٠ کسان ووژل شول اضطراري حالت کې دی.