شاته

د چمن ـ سپین بولدک لانجه لا نه ده حل شوې

د چمن ـ سپين بولدک سرحد سره نږدې د جمعې په ورځ د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د جګړې وروسته د دوو هیوادونو د سرحدي چارواکو دوهمه غونډه چې تیره ورځ وشوه بې پایلې پای ته رسیدلې او دا سرحد د درییمې ورځې لپاره لا تړلی پاتې دی.

د سیمې اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې په لقمان او جهانگير کليو کې افغان او پاکستاني نظاميان يوه او بل ته په مورچو کې ناستدي خو د جمعې د ورځې له دریو بجو وروسته پیل شوی اوربند لا هم په خپل ځای دی.

د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تېر ماښام د دغې ستونزې د حل لپاره د کابل او اسلام اباد څخه ورغلي پلاوي د سپين بولدک او چمن تر منځ د ډيورنډ کرښې پر صفري نقطه ناسته وکړه خو د هغوی غونډه بې پايلي پای ته ورسيدله.

د کندهار امنيه قومندان وويل چې پدې ناسته کې د افغانستان د دفاع وزات د اوپراسيون مرستیال او د پاکستان د سرحدي قواوو رئیس ارکان برخه لرله.

جنرال عبدالرازق وويل چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پريکړه شوې چې د لقمان او جهانګير کليو د موقعيت په اړه به تخنيکي ټيمونه څېړني کوي.

سره له دې چې نن په دريمه ورځ هم د چمن ـ سپين بولدک ترمنځ لار تړلې، خو نن په سپين بولدک او وېش بازار کې خلک بازارونو ته راوتلي خو د پخوا په شان گڼه گوڼه نه ترسترګو کیږي.

بلې خواته په سپين بولدک کې د جګړې له کبله د بې ځايه شويو کورنيو سره د بشري مرستو د رسولو لپاره د افغان حکومت له خوا يو کميسيون سروې پيل کړې ده.

د سپين بولدک اوسيدونکی ولسي مشر حاجي خانان امريکاغږ ته وويل چې د سپين بولدک له ۱۲ کليو څخه تر ۲۵ زرو زيات ځايي اوسيدونکي کډوال شوي او خوندې سيمو ته تللي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک امريکاغږ ته وويل چې ولايتي اداره هڅه کو ي چې لمړی په کره ډول د بېځايه شويو کډوالو کورنيو شمېر معلوم کړي او بیا ورته مرستې ورسوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي